کرونا؛ هیواد کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۴ پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۴ پېښي ثبت سوي دي.
پدې سره په هیواد کي د کرونا پېښي ۸۴۰ ته ورسېدې.
یادي تازه پېښي ۳۷ یې کابل کي، ۱۱ یې هرات، ۶ یې بلخ او یوه-یوه پېښه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي ثبت سوي دي.
بلخوا بیا په کندهار کي تېره ورځ بشپړ قرنطین پیل سو، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي کومه نوې مثبته پېښه نه لري.
د وزارت د معلومات له مخي چي نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کي له ویروسه یو تن مړی سوی هم دئ او پدې سره په هیواد کي ټول مړي ۳۰ سول.
همداراز بیا د روغ سوو، شمېر ۵۴ تنو ته ورسېدئ.

په افغانستان کي د کرونا ویروس ټولي پېښي تردې مهاله په ۳۰ ولایتونو کي ثبت سوي دي.
نورستان، جوزجان، پنجشېر او خوست هغه ولایتونه دي، چي ددې ویروس هیڅ کومه پېښه نه لري.
د عامه روغتیا وزارت د خلګو څخه غوښتنه کوي، چي د ویروس د مخنیوي لپاره دي په خپلو کورونو کي پاته سي.
په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر په ټوله نړۍ کي تر ۲ میلیونه واوښتئ، چي تردې مهال يې په ټوله نړۍ کي تر ۱۳۴ زور پوري مړه کړي او تر ۵ لکه ډېر ځيني رغېدلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي