مارچ 8, 2021

وروستي معلومات؛ نن په چین کي د کرونا هیڅ پېښه نه ده ثبت سوې.

Advertisements

خبریال: فضل الله فضلي
له چین هیواد څخه په تازه راپورونه کي راځي، چي په دې هیواد کي د کرونا ویروس هیڅ نوې پېښه نن نه ده ثبت سوې.
چین اعلان کړئ، چي حکومت یې اماده دئ، چي په امریکا کي ددې ناروغۍ کنټرول لپاره هڅي پیل کړي او په ورته وخت کي د چینايي ځوانانو راضاکارانه ډله ایران ته ددې ویروس د کابو کولو په موخه رسېدلې ده.

نږدې ټولو اروپايي هیوادونو خپلي ټولي پولي تړلي او هوايي پروازونه یې هم بند کړي دي، دا ځکه چي په دې وروستیو څو ورځو کي هلته روغتیايي حالت کړکېچن سوئ دئ.
تېره ورځ په ټوله نړۍ کي ۱۰ زره نوي پېښي ثبت سوي وې، خو نن ۶۹۰۰ نوي پېښي ثبت سوي دي او د ۳۳۵ تنه یې وژلي دي، پدې مړو کي یو تن یې له روسيې څخه دئ.
اوس مهال ددې ناروغۍ یولک ۳۰ زره قضیې رواني دي، چي دا شمېره په تېرو دوو میاشتو کي ډېره لوړه سوې ده.
په دې شمېره کي ۶۹۰۰ تنه په مرګوني حالت او د ۱۲۳۷۱۹ تنو حالت ښه دي او تداوي يې روانه ده.
بیا هم ایټالیا او فرانسه کي روغتیايي حالت ډېر ګډوډ دئ، د نویو پېښو د ثبت راپورونه یې په صحیح ډول نه سي وړاندي کېدای.

د دوی ترڅنګ په ایران او هسپانیه کي زرګونه، جرمني، سویزرلینډ، امریکا او نورو اروپايي هیوادو کي بیا د سلګونو نویو پېښو د ثبت راپورونه ورکول سوي دي.
داسي برېښي چي په یادو هیوادونو کي ددې ناروغۍ د کنټرول هڅو هیڅ اثر نه دئ کړئ او لا هم دا ویروس په پراخېدو دئ.
په افغانستان کي په تېرو ۴۸ ساعتونو کي هیڅ کومه نوې پېښه نه ده ثبت سوې، خو بیا هم هره ورځ له ایرانه په زرګونه افغانان دې خاوري ته را اوړي.

د عامي روغتیا وزارت تېره ورځ خبر ورکړی وو، چي په سرحدي ولایت هرات کي یې په ۲۰ ورځو کي د ۱۰۰ بستریز روغتون هڅي پیل کړي.
دا روغتون به د کرونا د ناروغانو لپاره وي او شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پر راځي.
په ټوله نړۍ کي له دې ویروسه تر اوسه ۸۵۸۳۱ تنه روغ سوي او ۹۸۷۲ تنه یې وژلي دي، پدې سره په ټوله نړۍ کي د اخته کسانو شمېره ۲۲۵۷۲۴ تنو ته ورسېدل.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ