وروستي معلومات؛ ایټالیا کي یوازي ۲۶۰۰ ډاکټران په کرونا اخته دي.

خبریال: فضل الله فضلي
د روغتیا نړیوال سازمانو او یو شمېرو نورو روغتيايي ادارو د راپورونو پر اساس په ایټالیا کي یوازي ۲۶۹۲ روغتیايي کارمندان ددې ویروس ښکار سوي دي.
خبرونه وايي چي په ایټالیا کي دې ناروغۍ روغتیايي حالت پر مخ فلج کړئ دئ.
تېره ورځ پدې هیواد کي ۳۵۶۲ نوي پېښي ثبت سوي وې او ۳۴۵ تنه دې ناروغۍ وژلي دي.
په ایټالیا او فرانسه کي د کرکېچن روغتیايي حالت څخه تراوسه د نن ورځي د نویو پېښو شمېره لادرکه ده، خو بل اړخ ته هم په ایران او هسپانیې کي نن د زرګونو نویو پېښو د ثبت خبر ورکړل سوئ دئ او د دوی ترڅنګ جرمني، امریکا، انګلینډ، فرانسه او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو کي حالت ډېر په خرابېدو دئ.
په یادو هیوادونو کي نن بیا سلګونه پېښي ثبت سوي دي او حکومتونو یې د حالت د کابو کولو لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او پر خلګو یې نوي سخت بندیزونه لګولي دي.

په نړۍ کۍ ددې ویروس له پیله تراوسه د اخته کسانو شمېره تر ۲ لکو واوښتل.
یوازي نن لس زره نوي قضيې ثبت سوي دي او ۳۰۵ تنه وژل سوي دي، چي په تېرو دوو میاشتو کي یې ساری نه لیدل کیږي.
ددې ویوروس څخه تراوسه ۸۲۸۰۰ ناروغان جوړ سوي او ۸۲۰۰ تنه وژل سوي دي.
خو اوسمهال په ټوله نړۍ کي یو لک او ۱۵ زره تنه په اخته دي، چي له جملې یې د یولک او ۹ زرو تنو تداوي روانه ده او حالت یې ښه بلل کیږي، خو د ۶۴۰۰ تنو حالت مرګونی دئ.

چین چي دا ویروس پکښي راښکاره سوی، نن پکښي ۱۱ تنه وژل سوي او ۱۳ نوي پېښي ثبت سوي دي.
هلته حالت کنټرول سوئ دئ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په افغانستان کي ددې ناروغۍ له امله کومه نوې پېښه نه ده ثبت سوې، خو اوس مهال په دې ویروس د اخته ۲۱ کسو تداوي روانه ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ