د کرونا ویروس وروستي معلومات؛ په لوېديځه نړۍ کي حالت خورا خراب دئ.

خبریال: فضل الله فضلي
په تېرو دوو ورځو کي د کرونا ویروس د ۱۴ زرو نویو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ دئ، چي په دې شمېره کي ډېري پېښي په فرانسه، امریکا، اسټریا، اسټرالیا، جنوبي کوریا او نورو هیوادونو کي ثبت سوي دي.
بل طرف ته په چین، ایټالیا، ایران او هسپانيې کي ددې ناروغۍ د ډېرو کمو پېښو د ثبت راپورونه ورکول سوي دي.
تېره یکشنبه په فرانسه او هسپانیا کي بېړنی حالت اعلان سو.

په فرانسه کي ددې ویروس خپرېدو له امله ډېر زیات محدودیتونه لګول سوي دي، چي یو له هغو څخه دادئ، چي که چیري څوک پرته له اجازې د کوره د باندي ووتئ نو ۱۵۰ ډالره جریمه به ورکوي.
همداراز د امریکا په مرکز د ښار په مختلفو سیمو کي وېروونکئ حالت راغلئ دئ، چي خلګ هلته ډېر ویریږي او له ډېرو مشکلاتو سره مخ سوي دي.
ددې ناروغۍ ټوله شمېره ۱۹۹ زرو ته رسېدلې، چي اوس مهال پکښي فعالي ۱۰۸ زره قضیې رواني دي.
اوس مهال تر ټولو ډېري قضیې په ایټالیا کي ۲۶ زره، په هسپانیا کي ۱۰زره، ایران او جرمني کي ۹ – ۹ زره، چین کي ۸ زره، جنوبي کوریا، فرانسه او امریکا کي ۶-۶ زره قضیې روان دي.
تر اوسه له دې ناروغۍ څخه څه کم ۸۳ زره ناروغان جوړ سوي او ۸ زره یې مړه سوي دي، خو په روان حالت کي ۶۴۱۸ په اخته کسانو حالت خراب دئ او د ۱۰۲ زرو تنو اخته کسانو حالت ښه دئ او تر تداوي لاندي دي.

نن او پرون په افغانستان کي ددې ناروغۍ یوازي د یوې مثبتي پېښي خبر ورکول سوئ دئ، چي ټوله شمېره په دې هیواد کي ۲۲ ته ورسېدل.
بل اړخ ته په ګاونډي پاکستان کي د کرونا ناروغۍ د ثبت شمېره ۲۵۴ ته رسېدلې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ