روسیه: نوامبر کې ۴۰ هېوادونو ته د کرونا واکسین لیږو

خبر: نسیمه محمدي

د راپورونو پر اساس، د روسیې د مستقیمې پانګونې صندوق ټينګار کړی، چې له څلوېښتو زیاتو هېوادونو د کورونا وایروس د پېرلو وړاندیز کړی دی.
کریل دمترئف د دغه بنسټ رییس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې دا واکسین برازیل، مصر، هند، ازبکستان، مکسیکو، ارجنټاین، وېټنام، اسرائیل او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د نوموړي په وینا د روسیې د بازار د اړتیا پوره کولو وررسته به بهر ته دا واکسین صادر شي.

دمترئف وویل:

فکر کوو، چې د روان کال په نوامبر میاشت کې کولای شو خپل واکسین بازار ته وړاندې کړو او تولید به یې د ټکنالوژۍ څخه په ګټنې بهر کې پیل کړو.”

د یادونې وړ ده چې د روسیې د روغتیا وزارت د اګسټ په ۱۱مه د کورونا وایروس لومړی واکسین د “اسپوتنیک وي” په نامه د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې ثبت کړ.
دا واکسین د پانډمي او مایکروبیولوژي ملي څېړنېز مرکز، ګامالي او د روسيې د پانګې اچونې د بنسټ په واسطه جوړ شوی دی.
د روسیې د مستقیمې پانګې اچونې بنسټ د خپلو ونډه والو سره د څلور میلیارده روبل په مرسته، د کورونا وایروس د جوړولو لپاره په روسیه کې پانګه اچونه کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.