ژوند بڼه کرونا

برتانوي متخصیصین؛ کروناویروس په ژمي کې ډیریږي

لیکنه: مهر تاج

د کرونا وایرس په سړه هوا او یا  ژمي موسم کې نور هم  ګړندۍ کېږي.

برتانوي متخصیصینو ویلي چې ډسمبر کې به دا لړۍ نوره هم ګړندۍ شي او د اخته کسانو شمیر به  په یاد هېواد کې د ورځې تر سلو زرو کسانو ورسېږي.

دوی د څیړنو په پایله کې معلومه کړي چې، د یخنۍ په موسم کې د کرونا وایرس خپریدل لا ډېریدی شي .

د انګلستان بیلابیلو لویو پوهنتونو لکه اکسفورد، واروک او “سکول اف بایجیک” دا خبره تایید کړې ده، چې د سړو په موسم کې د وجود مقاومت کمېږي او د انسان دفاعي حالت ضعیفیږي، نو د وایرس د حملې لاندې په اسانه راتلی شي.

برتانوی حکومت ډسمبر ته د کلکو تیاریو په حال کې دی او د کرونا دویمه لړۍ یې د خطره ډکه بللې ده. خو دوی یو ځل بیا  په وقایه ټینګار کوي او وايې چې یواځنۍ د خلاصون لار همدا وقایه او حفظ الصحه ده .

د یادونې وړ ده چې برتانیا کې تر نننه ٤٥ زر کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې دا شمېر د برازیل او متحده ایالاتو نه وروسته د نړۍ په کچه دریم ډیر تلفات لرونکو کې راځي، خو د اروپا په کچه  تر ټولو لوی شمېر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ