خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کرونا له نړۍ

 کرونا ولې او څنګه – زینب سالک

لیکنه: ياران

په دې وروستیو دریو میاشتو کې د بشر ژوند او اقتصاد د یوه ناپیژندل شوي او نا انګیرل شوي غلیم تر برید لاندې راغی او انسان یې په تش لاس د مقابلې ډګر ته ور ودانګل، دا غلیم د کرونا وایرس یا covid19 دی تر اوسه په نړۍ کې ددې کورنۍ ډیرې بیلګې لیدل شوي چې تر ټولو خطرناکې یې سارس کرونا، مرس کرونا او ډیر وژونکې یې covid19 دي زموږ تمرکز هم په وروستۍ هغې دی.

Covid19 یا اوسنۍ کرونا وایرس هغه ناروغې ده چې د انسان د ژوند تر څنګ اقتصاد هم ننګوي. دا ناروغي په لومړي ځل د چین هیواد هوبي ولایت په مرکز وهان یا واخان ښار کې ولیدل شوه. انګیرنه داده چې ددې ناروغۍ اصلي میزبان ښاپیرک یا خفاش دی. ډاکټران وايي چې د انسان وجود ته ددې وایرس د لیږد لارې نه دي لا معلومې بله دا چې دا ناروغي د ښاپیرک لپاره وژونکې نه ده خو د انسان لپاره وژونکې وبا ده دا ناروغي د انسان په ټول تنفسي سیستم اغیز کوي سږي زخمي کوي او د ساه لنډي له امله د انسان ژوند ګواښي. د خپریدو او ډیریدو لار یې هم تنفسي بې احتیاطي ده تر اوسه درملنه نه لري او د ځان ساتنې او وقايې له لارې ورسره مجادله کیږي. طبي کارپوهان هیله لري چې لږ تر لږه په یوه کال کې به ددې ناروغۍ سره د مقابلې وسله او وسیله تر لاسه کړي.

اسلامي پوهان او ډاکټران هم باید په قران او حدیثو کې ددې ناروغۍ د مادي درملنې لپاره پلټنې وکړي ځکه قران یوازې عبادتي قانون نه دی بلکې یو بشپړ انساني قانون او لارښود هم دی.

په هر صورت موږ هم دعا کوو چې له دې افت څخه د خلاصون لاره الله تعالی ژر راوښيي.

انسانان دژوندانه په اوږدو کې له ډیرو افتونو او په ځانګړي ډول وباګانو سره مخامخ شوی دی، خو دا وبا تر ټولو خطرناکه ده ځکه چې د ساینس له دومره پرمختګ سره سره یې انسان هم له اقتصادي پلوه ځاپه او هم یې ځاني ګواښونه ورته پیښ کړي دي.

که ددغې ناروغۍ هویت ته ځیر شو نو د طه سور‌ه  ۹۷ ایت راته همدا حالت تشریح کوي سامري مخاطب کیږي:

قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ ۖ 

 ژباړه ( ځه لاړ شه ته به په ژوندانه له داسې حالت سره مخ شې چې وایې به ماته مه رانږدې کیږه)

له کرونا ځپلي سره یې دا توپير دی چې هغه پخپله هم وايي او مقابل لوری هم ورته وايي چې له ما لرې اوسه.

د سامري لپاره دا یو الهي عذاب و ځکه چې د بني اسرایلو د بې لارې کولو لپاره یې باطل معبود جوړ کړی و.

دغه راز الله ج په خپل سپيڅلي کتاب قرانکریم کې  د روم سورت په ۴۱ ایت کې فرمايي:

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

ژباړه ( د انسانانو د بدو کړنو له امله  په وچه او لمده (بحر) کې د فساد انجام یا بدي ښکاره شوه دا د دې لپاره چې انسانانو ته د هغوی د بدیو یو څه سزا ورکړم تر څو هغوی بیرته را وګرځي او نیکي وکړي)

نو په ځمکه هر افت او بلا د انسانانو د بدیو په پایله کې راځي ځکه الله تعالی د سورت سجدې په ۲۱ ایت شریف کې داسې فرمايي:

وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

ژباړه ( انسانانو ته په ژوند کې واړه، واړه عذابونه ورکوم بې د اخرت له هغه لوی عذاب څخه چې ښايي دوی له کفر، شرک او ګناهونو څخه لاس په سر شي)

نو په ژوندانه کې په انسانانو افتونه او عذابونه لکه رنځ، زلزلې، سیلابونه، توفانونه، وچکالۍ او نورې داسې بلاګانې ددې لپاره راځي چې انسانان خپل حقیقي مالک ته رجوع وکړي او له ګناهونو لاس په سر شي ځکه خو زموږ مهربان رب د سورت الزمر په ۵۴ ایت شریف کې موږ ته داسې خطاب کوي.

وَأَنِيبُوا إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ

ژباړه: (خپل عظیم پروردګار ته تسلیم شئ او حکمونو ته یې غاړه کیږدئ مخکې له دې چې عذاب درباندې راشي او چې عذاب راغی بیا به له تاسو سره هیڅ مرسته ونه شي)

کرونا وایرس د یو افت او وبا په بڼه پر مونږ نازل شوی دی تر دې چې زموږ د متقابل احترام، دوستۍ او ورورګلوۍ لارې راباندې تړي یو بل ته لاس مه ورکوئ یو بل ته مه نږدې کیږئ یو بل سره د مرستې، خوښۍ او ان د عبادت لپاره مه سره راټولیږئ. د علمي مرکزونو او مسجدونو دروازې یې راباندې وتړلې که خدای مه کړه کوم دوست ،ملګری،یا خپلوان مورنځور شي،دپوښتنې او عیادت حق یې نه لرو. له هر چا سره چې مخ کیږو په زړه کې یو ډول ویره پاریږي چې هسې نه دا بده بلا مو مله شي. انسان په قرنطین او انزوا کې ژوند نه شي کولی انسانان ټولنیزي اړتیاوې لري او باید په ټولنه کې واوسیږي .خو دادی کرونا دانسان دا ټولنیز ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.اویواځیتوب ته یې را بولي عذاب همدې ته وایي او الله تعالی دا حالت پر موږ زموږ دبې سارې ګناهونواو نا شکریو له امله راوستی دی.

راځئ دځان اوټولنې داصلاح هڅه پیل کړو.غیر اسلامي کړنې اوچارې بندې کړو.زنا ،لواطت،وروروژنه،فساد،خپل منځي اختلافات احتکار، سود اودبل حق خوړل چې ټولنیز ګناهونه دي، اولمونځ نه کول،روژه خوړل،(بې له شرعي عذر څخه) غیبت کول،دروغ ویل،بهتان تړل،داسلامي شعایروسپکاوی،چغلي کول او نورچې شخصي او فردي ګناهونه پریږدو، دزړه له تله توبه وباسو او لکه دیونس علیه السلام دقوم په څیرپه یوه خوله له الله تبارک وتعالی څخه دخپلو پټو او ښکاره ګناهونو بخښنه وغواړو. ځکه هغه پر موږ ډیر مهربان دی او راته بلنه راکوي چې که دحرمونو او مسجدونو دروازې درته وتړل شوې،خو دتوبې دروازه لا هم پرانیستې ده ،نو ایا څوک شته چې مانه مرسته وغواړي او پرخپلوتیروتنو پښیمان شي:

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ  إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا  إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ۚ

ژباړه:(ای زما هغو بند ګانوچې پر خپلو ځانونو موزیاتی کړی دی دالله تعالی له رحمته مه ناهیلي کیږئ بی له شکه الله جل جلاله ټول ګناهونه بخښي ځکه هغه بخښونکی او مهربان دی.)نو چې داسې ده موږ هم باید همت له لاسه ورنکړو او دژوند په تیرو ګناهونو دزړه له تله پښیمانه شو اودراتلونکي لپاره یوه ګټوره او مثبته پریکړه وکړو.ځکه چې الله جل جلاله تل له موږ سره دی.

لا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا 

ژباړه(مه خپه کیږه بې له شکه الله له موږ سره دی.)

او راځئ چې په یوه خوله دادعا په ډیر اخلاص وغواړو .

اللهم لا تقتلنا بغضبک، ولا تهلکنا بعذابک، وعافنا قبل ذلک،

ژباړه(ای الله موږ په خپل غضب اوقهر مه وژنه او په خپل عذاب مو مه هلاکوه او مخکې له دې هر څه مو وبخښه )

وما علینا الا البلاغ

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ