افغانستان سرسکالو کرونا

کرونا؛ په هیواد کي له ویروسه، نن او پرون ۳۳۳۴ تنه روغ اعلان سوي

خبریال: فضل الله فضلي

د عامي روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو له مخي تېره ورځ او نن له کرونا ویروسه ۳۳۳۴ تنه روغ سوي او ترڅنګ يې ۳۰ تنه مړه سوي هم دي.

تېره ورځ د کرونا وبا مثبتي پېښي ۳۵۱ وې او نن بیا په ۱۶ ولایتونو کي د ۲۷۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکول سوئ دئ.

پدې پېښو کي تر ټولو ډېري يې په پلازمېنه کابل کي ۱۳۰ دي.

په ټول هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۳۱،۲۳۸ ته ورسېدئ، چي پدې شمېر کي ۷۳۳ تنه مړه سوي او ۱۳،۹۳۴ تنه بیا روغ سوي دي.

اوس مهال له دولت سره ثبت ۱۶،۵۷۱ تنه لاهم په ویروس ککړ دي.

کرونا ویروس کابل ډېر ځپلئ دئ.

کابل کي مثبتي پېښي ۱۳ زرو ته رسیږي او تر ټولو ډېري ۱۶۸ مړیني پکښي ثبت سوي دي.

هرات دوهم دئ، چي نږدې ۵ مثبتي پېښي لري او مړیني یې ۱۲۹ تنه دي.

بلخ په ۱۶۴۸ مثبتو پېښو کي ۵۳ مړیني، خو ننګرهار په ۱۳۴۷ مثبتو پېښو کي ۶۰ مړیني لري.

کندهار په ۱۲۷۵ پېښو کي ۲۱ مړیني او پکتیا بیا ۱۰۷۲ پېښو کي ۲۱ مړیني لري.

په پاتو ۲۸ ولایتونو کي له ۹ سوو څخه کمي مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

په افغانستان کي ښځي د معایني کولو لپاره ډېر لږ فرصتونه لري، چي د کرونا ویروس معاینه وکړي، په همدې خاطر د ښځینه وو د کرونا وبا مثبتي پېښي د نارینه وو په پرتله ډېري کمي ثبت سوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ