کرونا؛ د ویروس د خپرېدو سره سره هیواد ته نړیوالي الوتني پيلیږي

په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ورځ په ورځ ډېريږي او د نن د مثبتو پېښو په ثبت سره په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۲۴،۷۶۶ تنو ته ورسېدئ.
نن د هیواد په ۲۱ ولایتونو کي د ویروس ۶۶۴ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي تر ټولو ډېرې يې په کابل کي دي او په پاتي ولایتونو کي تر ۴۰ کمي پېښي ثبت سوي دي.
همداراز ۲۰ تنه مړه سوي، خو ۵۲۴ تنو بیا روغتیا ترلاسه کړې ده.

پدې سره په هیواد کي له ویروسه د روغ سوو کسانو شمېر ۴۷۲۵ او د مړینو شمېر ۴۷۱ ته ورسېدئ.
بلخوا د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چي په راتلونکو درو ورځو کي به هیواد ته نړیوالي الوتني پیل سي.
ددې ادارې د معلوماتو له مخي چي ترکیش او الامارت ایرلاین به په راتلونکې اونۍ کي دوه اړخیزه الوتني افغانستان ته پیل کړي.

دا اداره وايي چي د مسافرو د تګ او راتګ لپاره د روغتیايي تدابیرو لپاره اقدامات او لارښووني هم ترسره کړي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.