افغانستان کرونا

افغانستان؛ ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ مثبتې پيښې ثبت او ۱۲ مړه شوي

ژباړه: عایشه حیدري

د افغانستان د عامې روغتيا وزرات اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د کورونا ۶۹۱ شکمنې نمونې د دغه وزارت په لابراتوارونو کې اخیستل شوي، چې له دې ډلې ۲۰۵ نمونو پایلې مثبتې وې.

د روغتیا وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۵ اعلان وکړ، چې د کورونا دغه شمېر مثبتې پايلې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، بامیان، کندز، نیمروز، بادغیس، پروان، لوگر، بدخشان، غزني، هلمند، غور، کاپیسا، زابل او سمنگان کې ثبت شوې دي.

د يادو مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کورونا وایروس د اخته شويو کسانو شمېر ۴۳۲۴۰ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت په وينا، په تېرې یوې شپې ورځې کې په کورونا وایروس ۲۹ اخته کسان رغېدلي، چې په دې سره له کورونا وایروس څخه د رغېدلو کسانو شمېر ۳۵۰۹۲ تنو ته ورسېده.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۲ تنو د کورونا وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي، چې له کورونا وايروس له امله د مړو ټول شمېر ۱۶۱۷ تنو ته ورسېد.

یاده دې وي چې کوویډ ۱۹ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډيسمبر د هوبئي ولایت په مرکز د ووهان ښار کې لیدل شوې او په لنډه موده کې په ټوله نړۍ کې په (پينډېمي) باندې بدله شوه.

د روغتیا نړيوال سازمان د روان کال د مارچ په يوولسمه اعلان وکړ چې کوویډ ۱۹ په ټوله نړۍ کې په یوې ټول‌نيونکې ناروغۍ بدله شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ