افغانستان اقتصاد سرسکالو سوله سیاست کرونا

غني: موږ د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند کوو او مړه کېږو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵ یمې غونډه کې ګډون وکړ او وینا وکړه.

هغه د انلاین ګډون ترڅنګ دې مجمعې ته وینا هم کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه قوله خبرې خپرې کړې چې د افغان سولې په اړه پر بیلابیلو مسایلو یې خبرې کړي دي.

هغه ددې خبرو په ترڅ کې ویلي چې افغانان د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند کوي او مړه کېږي.

دلته د ښاغلي غني څو مهمې خبرې لرو:

” موږ افغانان ډېرنېکمرغه وو چې د کرونا ویروس خپرېدو لومړۍ څپه مو د حکومت، سوداګرو ټولنې او خلکو تر منځ د نږدې همکارۍ  او د ملګرو ملتونو بنسټونو د ډېرو لږو سرچینو په ترلاسه کولو سره مهار کړه.”

” موږ د نړیوال تروریزم په پنځمه څپه کې ژوند کوو او مړه کېږو. په دغه څپه کې نړیوالې تروریستي شبکې له بین المللي جرمي او جنایت کاره شبکو سره نږدې اړیکې لري.”

“د یوه دولت او ټولنې په توګه مو؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل په موخه د سخت تصمیم نیولو لپاره  ژمنتیا، همدردي او لازمه مېړانه وښوده.”

په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر، موږ باید د تروریزم پر ريښو چې زموږ په سیمه کې د یوې بلا او افت په څېر غځېدلي، تمرکز وکړو او د نړیوال ګواښ او پدېدې په توګه چې ده، رسېدګي ورته وکړو.”

” موږ په افغانستان کې د خپلو وګړو او ټولنې د ثبات په خاطر د یو ډول فرصتونو د ایجاد لپاره د انساني پانګې پر پراختیا او بشري امنیت ته پر خپله پاملرنه تمرکز کړی دی.”

“د ګډ راتلونکي ترسیمولو لپاره چې دغه ژمنې زموږ ټولو لپاره پوره کړای شي، په نړیوال کلي کې په ټولو کچو له هغې جملې د حکومتولۍ او اقتصاد په کچه منسجمو، همغږو او بېسارو اقداماتو، ته اړتیا ده.”

موږ غواړو چې راتلونکي نسلونه د جنګ له افت څخه چې دوه ځله یې زموږ د عمر په اوږدو کې بشریت غم او نامنونکي صف ته یووړ،وژغورو؛ غواړو خپل قوتونه منسجم کړو؛ غواړو بین المللي امنیت او سوله خوندي او تداوم ور وبښو.

” د سولې بهیر کې زموږ له ګډو ارزښتونو څخه په ملاتړ او دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان رول نهایت حیاتي دی؛ موږ له دغه سخت او ستونزمن بهیر څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ مننه کوو.”

“یو ولسواک او هوسا افغانستان ښایي مثال وي چې څنګه په جمعي اراده کولای شو پر اوسنیو ناخوالو او بې باورۍ چې اوسنۍ نړۍ موږ تعریفوي، بریالي شو.”

ښاغلي غني دا خبرې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ترڅنګ له بله اړخه د سولې بین الافغاني خبرې چې قطر کې کیږي، تر رسمي پرانیستې وروسته یې تر اوسه نور پړاوونه نه دي طۍ شوي او ویل شوي چې لا هم د تماس ډلې پر یو څو مواردو کار کوي چې پوره همغږي وشي.

باید وویل شي چې د کرونا د وبا زیاتیدو او سولې خبرو سره سره بیا هم په افغانستان کې جګړه زیاته شوې چې خلک یې له سختو ننګونو سره مخ کړي.

افغانان هیله لري چې اوربند به وشي، د سولې خبرې به بریالۍ شې او په دې سره له اوسني وژونکي حالت ووځي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ