فبروري 27, 2021

په چاپېریال کې د کرونا وایروس د ژوندي پاتې کېدلو موده څومره ده؟

  • ژباړه: نسیمه محمدي

د CNN د راپورونو په حواله د کرونا وایروس ژوندي پاتېدل د سطحو پرمخ او د اشیاوو د ملوث کېدو پوتانشیل، دقیقاً څرګند نه دی، مګر ځینو څېړونکو د کرونا وایروس د فعالیتونو په څېړلو سره ځینې نښې موندلي دي.
د امریکا د ناروغیو څخه د مخنیوي مرکز د معلوماتو په اساس، کرونا وایروس د ویروسونو لویه ډله ده، چې د څارویو ترمنځ ډېره مروجه ده. ډېر کم، د (زئونوز) بڼه خپلوي، په دې معنا چې کولای شي له حیواناتو انسان ته سرایت وکړي.
داسې لیدل کېږي د کرونا دا ډول (کوويد- ۱۹) د ښيښې، اوسپنې او پلاستیک په څېر سطحو باندې تر ۹ ورځو ژوندی پاتې کېږي، نو اړینه ده دا ډول سطحې پرله پسې پاکې شي. د دې لپاره کورنۍ پاکوونکې مایع ډېره ګټه لري. څېړنې ښايي د ۶۲ تر ۷۱ سلنه الکول لرونکي مایع (اتانول) یا سپینوونکي محلولونه د یوې دقیقې په موده کې دا وایروس لمنځه وړي.

د څېړونکو په باور کرونا وایروس د سارس، چې د همدې کورنۍ څخه دی، ورته والی لري. که څه هم د دې ډول اپيډمیکه مطالعه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
د آمریکا د ساري او تنفسي ناروغیو ملي مرکز اعلان کړه، د دې ناروغۍ تر ټولو مهم لامل تنفسي څاڅکي دي، چې د پرنجي یا ټوخي پر وخت هوا کې خپرېږي او که څوک دې کس ته نېژدې وي او دا څاڅکي استنشاق کړي یا ککړې سطحې لمس او ورسته لاس خولې، پوزې یا سترګو ته وروړي، ډېر امکان شته کرونا وایروس ده ته هم سرایت وکړي.
البته ښه خبره دا ده چې کرونا د سارس او مرس په څېر وژونکې نه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر اعلان کړه، له ۸۰٪ زیات ناروغان په خفیف ډول ناروغ او ژر ښه کېږي. د ۱۴ سلنه ناروغانو وایروسي پېښې شدید، ذات الریه او ساه تنګي پیدا کوي. ۵٪ ناروغان کړکېچنې نښې له دې جملې تنفسي ستونزې، سپتیک شوک او د حیاتي غړو عدم فعالیت سره مخ او یواځې ۲٪ د دې ناروغۍ څخه وژونکې ده، چې دا ګواښ په زړو خلکو کې زیات والی مومي.
پر نړیواله کچه د دې وایروس د خپراوي په اړه اندېښنې شته او څېړنو سره سم په ګڼو عامه ځایونو کې د وایروس د خپرېدو امکان لا زیات دی.
روغتیاپالان سپارښتنه کوي، چې د دې وایروس په اړه معلومات وڅارئ، خو زیاته اندېښنه مه کوئ. لازمه ده پرله پسې لاسونه ووینځئ، د ناروغو کسانو سره په لاس او غېږ روغبړ او په ګڼې ګوڼې کې د اړتیا پرته حضور څخه ډده وکړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*