کرونا له نړۍ

د کرونا وایروس ۶ نوي علایم وموندل شول

لیکنه: مهر تاج

د انګلستان طبي متخصیصین د کرونا وایرس شپږ  نویو نښو موندلو خبر ورکړی دی او دوی ویلي چې دغو نښو ته په کتو سره د ناروغ په تشخیص کې اسانتیا راتلی شي .

د لندن  “کینګز”  کالج  څیړنیزې ډلې د کرونا په ناروغانو کې شپږ نویو علایمو ته متوجه شوي دي.

تر اوسه پورې د کرونا وایروس په ناروغانو کې ،ټوخي ،تبه ،ساه بندي او د خولې خوند یا ذایقي ورکیدل شامل ول .

خو اوس د دغې څېړنې نه وروسته څیړونکي وایي، چې د دغو نښو تر څنګه ،د سردرد ،د غړیو درد ،یا د عضلاتو  درد، نس ناستي ،عصبي خلال یا کمفیوژن، د اشتها ورکیدل او ستړیا هم د کوید ١٩ علایم/ نښې وبلل شول.

د ماهیرینو په وینا،  چې د اخته کسانو په وینه کې اکسیجن کمېږي او  قندیاتو  یاشکر هم راټیټیږي او که چیري ناروغ ته دا شیان برابر شي نو د اخته کس د مریضۍ دوران/ موده به رالنډه کړای شي.

متخصیصین وایي، چې که چیري یو ناروغ همزمان د سردرد ، ټټر یا سینه کې درد ،تېزه او بوږنونکي تبه ولري< نس ناستي او د ساه اخستو ستوزه هم  ورته پیدا شي< نو دغه حالت کې ناروغ باید روغتون ته ولdږدول شي او د مصنوuي ساه اخستل یا اکسجن ورکول باید ورته تطبیق شي .

ماهیرین ورستیو پایلو ته په ښه نظر ګوري او واdي د کرونا د بیا راګرځیدو په حالت کې اوس دوي بهتره وسله لاس کې لري او وبه شي کړی،  چې ناروغان زر تشخیص کړي او د درملنې لاندي یې ونیسي او ټولنه کې نور خلک د دغې اوبا د خپرېدو نه په امن کې وساتي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ