هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
خواړه

جواری (سوکړک) وزن کنټرولوي او پوستکی تازه ساتي

جواری یا سوکړک نه یوازې دا، چې د انسان عمومي روغتیا ته ګټه لري، د انسان وزن هم کنټرول کې ساتي او نه پریږدي، چې یو کس ډیر چاغ شي.

جواری، چې خلک يې د غربت نښه بولي، او وايي، چې د چا غنمو ته وس نه کیږي، نو جواری خوري، جلد ته هم ډیره ګټه لري.

د جوارو وړه (جواري) چې په انګریزي کې ورته Corn Flour وايي، د مخ پوستکی تازه او نرموي.

د جوارو وړه پروتین لري او نه پریږدي، چې د مخ پوستکی زوړ او ګونځې ګونځې شي.

په جواري کې د ای ویټامین وجود لري، چې ورسره د مخ داغونه، رټې، او د لمر له امله رامنځ ته شوې نښې ټولې له منځه ځي.

د جوارو په وړو کې شته منرالونه او امینو اسیدونه پوستکی تازه او نرم ساتي. په یادو وړو کې د E ویټامین هم وجود لري، چې ورسره د مخ سره خاپونه ختمیږي. د جوارو وړه همدارنګه د مخ چټلي له منځ وړي او مخ تازه او سپینوي.

په جواري کې د بي ۱ او بي ۲ ویټامینونه دي، چې ورسره د مخ پوستکی صحتمند او ژر نه زړیږي.

د جوارو وړه د وزن په کمولو کې هم لوی نقش لري.

پر دې سربیره جواری او یا خپله د جوارو تازه دانې د نړۍ یو له صحي خوړو ګڼل کیږي چې ګڼې نورې ګټې هم لري او په بیلابیلو طریقو خوړل کیږي.

نو پس له ننه، خپلو ورځنیو خوړ کې جواری وراضافه کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */