خواړه روغه سټه

یخې اوبه او په ژمي کې د زکام او ستوني درد

ژباړه: نسیمه محمدي

د یخو اوبو څښلو خواص او زیانونه

آیا د یخو اوبو څښل په اوړي کې د زکام او ستوني درد لامل کېږي؟ د پخوا زمانو خلک په دې آند وو چې د یخو اوبو او نورو  سړو مایعاتو څښل د بدن د تودوخې درجه ټيټوي، چې د ناروغیو سبب ګرځي مګر دا سمه انګېرنه نده.

که غواړئ د یخو اوبو څښلو د خواصو په اړه پوه شئ، په حقیقت کې دېری کسان شتون لري چې د سړو او یخو اوبو څښل د ځانګړو ناروغیو د علایمو د درملنې سره مرسته کوي.

نزله او زکام د وېروسونو له امله پيدا کېږي نه د بل څه له امله مګر ځینې وختونه باید د بدن د سلامتیا لپاره د یخو اوبو له څښلو څخه ډډه وکړئ. که بخت درسره مل وي یخې اوبه مو د زکام او ستوني درد سره نه مخ کوي.

آیا د سړو اوبو څښل د زکام او نزلې لامل ګرځي؟

د یخو اوبو څښل د زکام سبب نه ګرځي مګر دا چې دا وېروسونه د ګیلاس یا جام په څنډو کې ځای ولري.

د زکام په  وېروس د اخته کس د ټوخي او پرنجي سره په فضا کې خپرېږي او د لوخو، د دروازې دستګیر، ټېلفون او نورو څېزونو باندې ځای نیسي.

کله چې مو لاسونه په وېروس ککړ کس یا څیز سره تماس پیدا کوي او وروسته همدا لاس مو سترګې، خولې او پوزې ته وروړئ وېروس بدن ته د داخلېدو اجازه مومي او په زکام اخته کېږئ.

آیا د یخو اوبو څښل د ستوني درد سبب ګرځي؟

د یخو اوبو څښل په تېره بیا د اوړي په ګرمه هوا کې کولای شي د زکام له علایمو پرته د ستوني درد لامل شي.

ځيني وختونه د یخو اوبو څښل یا د سړو خوړو مصرف د ستوني درد او اختلاط لامل ګرځي، پرته له دې چې تاسې د زکام علایم ولرئ.

بلغم په طبیعي توګه د مېکروبونو په وړاندې یو خنډ جوړوي، خو کله چې تراکم وکړي د دې سبب ګرځي تر څو وېروسونه او باکتریاوې په آسانۍ سره نفوذ وکړي او په پایله کې د ستوني درد او مېکروبي کېدو لامل ګرځي.

په اوړي کې د ګرمۍ له امله یخو مایعاتو څښلو ته لېوالتیا ډېرېږي.

د یخو خوړو او مایعاتو مداوم مصرف د دې لامل ګرځي تر څو له هر څه د تنفسي مېکروبونو سره لاس او ګرېوان شئ. که یخو مایعاتو څخه کار اخېستنې ته دوام ورکوئ ستاسې ناروغیو څخه ښه والی ځنډوي ځکه په تنفسي سیستم د حملې د پرمختګ لامل ګرځي.

د انرژۍ تخلیه

سره له دې چې د اوړي په موسم کې یخو اوبو څښلو ته وسوسه وي، خو بدن د دې اوبو ګرمولو لپاره باید ډېره انرژي مصرف کړي. په حقیقت کې یخې اوبه د بدن د انرژۍ د تامین پر ځای، د بدن انرژي ورڅخه اخلي.

که چېرې ډېرې یخې اوبه وڅښئ د دې پر ځای چې ګرځنده عمل وکړئ د بې حده ستړیا لامل ګرځي.

د هضمي سیستم پورې اړوند ستونزې

ډېری خلک د یخو اوبو له کمپرس څخه د بهرني بدن د التهاب لکه د لاسونو او پښو د درملنې لپاره ترې کار اخیستل کېږي. یخ د التهاب ضد خاصیت لري او د وينې عروقیه رګونو د انقباض او ډېر څښل یې د نس درد او معدې نارامۍ سبب کېږي. حتی کېدای شي د معدې د انقباض، د هضم په کړنه بده اغېزه او په پایله کې د زړه بدوالي او استفراغ لامل شي.

د بدن اوبو رسونې ستونزې

سره له دې چې د یخو اوبو څښل د زکام لامل نه ګرځي، خو بیا هم کولای شي بدن ته د اوبو رسونې چلند ګډوډ کړي. سره له دې چې فکر کوئ یخې اوبه ستاسې تنده کموي مګر باید پوه شئ د خونې د تودوخې او اوبو ګرموالي درجه برابروي ستاسې د روغتیا لپاره بهتره ده. بدن مو هغه اوبه چې تاسې څښلي د داخلي بدن د درجې سره برابره کړي، نو له همدې امله یخې اوبه بدن ته د اوبو رسولو چاره له ځنډ سره مخ کوي.

قبضیت

لکه څنګه چې وویل شول، یخې اوبه د هضم په کړنلاره ډېره زیاته اغېزه لري. د یخو اوبو څښل معمولا د قبضیت سبب ګرځي. یخې اوبه د کولمو د ټولېدو او په پایله کې د قبضیت سبب کېږي.

سر درد

کله چې په بیړه د خوږو څخه جوړ ترکیبات خورئ د سر درد احتمال تجربه لرئ.

د یخو اوبو په بیړه څښل هم ممکن د دې پېښې تجربه اوسي.

سست یا تېز درد چې کېدای شي د سر له خوا د ملا تیر( ستون فقرات) په لوري خپور شي.

د زړه په ضربان اغېز

کله چې یخې اوبه څښئ، سوړوالی یې په چټکۍ د ملا تیر او څټ د اعصابو له لارې تېرېږي. حتی سره له دې چې بدن مو په بیړه د اوبو په ګرمولو پيل کوي بیا هم د بدن په غړو د اغېز وخت لري.

د غاړې اعصاب د زړه د ضربان په کنترول کې مهمه ونډه لري او کله چې د تودوخې د چټک بدلون سره مخ شي د زړه ضربان کموي.

د غوړو هضم ستونزمن کېدل

حتما تاسې فکر کوئ یخې اوبه په دې دلیل چې د ګرمولو لپاره یې بدن ډېرې کالورۍ ته اړتیا لري. د کالورۍ د سوځېدو او د میتابولېزم د زیاتوالي لامل ګرځي.

له دې سره ټول دا غبرګونونه بر عکس نتیجه لري.

د یخو اوبو څښل په هضمي سیستم کې د غوړو سوځېدل ستونزمن کوي.

د اوبو یخووالی چې څښلی مو دي د دې لامل ګرځي غوړ په مشکله وسوځي او په بدن کې تر ډېره ذخیزه شي.

سرچینه: خلایق

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.