خواړه زده کړې

د ښه پخلي لپاره څو مشورې

لیکنه: الما افغان

تاسو چې پخلی کوۍ حتماً به داسې وخت راغلی وي چې درڅخه سوځیدلی وي یا يې مالګه ډیره شوې وي او یا هم ترې لیټۍ جوړه شوي وي.

دلته درته ځینو داسې مشورې درکوو که په نظر کې يې ونیسۍ پخلی به مو نه خرابیږي:

۱. د پخلي د سوزیدو مخنیوی
موږ ډیر کله لیدلي چې په کورنیو کې میرمنې پخلی سوزوي چې بیا يې خوند اوړي او نشۍ کولی چې له خوړو خوند واخلۍ.

که پوه شوۍ چې د دیګ لاندنۍ برخه مو وسوزیده نو قاشوغه په دیک کې مه وهئ، سمدواره د دیک پاتې خواړه بل پاک دیګي ته واچوئ.

هڅه وکړئ دیګ پسې کړی اور مو کنټرول کړئ او سلو يې ولګوئ.

که وریجو مو د پخولو پرمهال بیخ ونیو او بیخ يې وسوزیده نو یوه نخ یا کتان پاکه ټوټه راواخلئ او لږه يې لمده کړئ، وریجې مو چې له اوره ښکته کړې نو سمدواره يې په سر نوموړې ټوټه خوره کړئ او د پینځه دقیقو لپاره يې سر بند کړئ، نو بیا به مو وریجې د سوزیدو مزه نه کوي.

۲. که دیګ کې مو مالګه ډیره شوه
ددې لپاره چې ډیره مالګه د ګټې پرځای زیانونه ډیر لري، نو هڅه وکړئ په دیګ کې مالګه لږه واچوئ، ځکه د لږې مالګې لرلو دیګ علاج ساده دی کولای شو مالګه ډیره کړو او ستونزه حل کړو، خو که مالګه ډیره شوه، نو که امکان وي په دیګ کې مو اوبه ور اضافه کړئ او که د اوبو اضافه کولو امکان نه وي، نو یو یا څو کچالو په منځ نیم کړئ او د پخلي په منځ، منځ کې يې ځای پرځای کړئ، نو دا به درسره مرسته وکړي چې د دیګې مالګه مو یو څه کمه کړي.

۳. څه باید وشي چې دیګ مو لیټۍ نشي؟
ځینې خویندې د آشپزۍ پرمهال له نریو وریجو شعوله (شوله) او د لیړیو نه لیټۍ جوړوي.

که تاسو وریجې په ساده شکل پخوۍ، نو هڅه وکړئ چې د شهادت ګوتې د لومړي بند پورې اوبه له وریجو پورته اضافه کړئ، که له دې ډیرې شوې شعوله کیږي.

ددې لپاره چې لیړۍ مو روغې پخې شي، نو ښه لاره يې داده چې د پیاز او رومیانو سره کیدو وروسته ورسره لږې اوبه په دیګ کې اضافه کړئ او وروسته لیړۍ واچوئ او سر پرې بند کړئ، د څو دقیقو لپاره يې پریږدئ او په قاشوغه يې مه لړئ، ګنې خرابیږي، اور ورپسې سلو کړئ خپله په ارامۍ او ښه پخیږي.

۴. مکرونې او آش د نه خرابیدو په اړه
که تاسې سوچ کړی وي د ډیری مېرمنو نه مکروني او آش خرابیږي او یو له بله سره د پخیدو پر وخت نښلي.

ددې لپاره چې آش یا مکروني مو د پخیدو پرمهال له یو بل سره ونه نښلي هڅه وکړئ په دیګې کې وړاندې د آش یا مکرونې اچولو په اوبو کې یو اندازه غوړې اضافه کړئ دا چاره نه پریږدي چې مکروني یا آش مو په دیګ کې د یو بل سره ونښلي.

۵. کوفتې د رژیدو مخنیوی
ډیری میرمنې د کوفتې د پخولو پرمهال ددې پرځای چې کوفته روغه پخه شې په دیګ کې رژیږي، ددې لپاره چې کوفته مو روغه پاتې شي، نو کوښښ وکړئ کوفتې ته د لواب جوړولو وروسته کله چې مو اوبه وراضافه کړې ډیرې يې مه ایشوئ، مخکې د ایشیدو نه کوفته وراضافه کړئ او اور ډیر سلو کړئ، تر څو کوفته ځان ښه کلک کړي، بیا نو چانس نه ورکول کیږي چې کوفته دې میده، میده شي.

۶.د پخلې د خوند پخاطر
هڅه وکړئ پیاز او رومیان سم سره کړې، که امکان وي له رومیانو پوټکی لیرې کړئ او تر څنګ يې هره مساله چې مو د پخلي لپاره ځانګړې کړې د دیګ د لواب او یا هم اوبو سره سم جوش کړئ، ترڅو د مسالې ټول خوند ستاسو د پخلي سره یوځای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده