فبروري 28, 2021

راځئ چې خپل استرس کنټرول کړو!

ليکنه: صديقه پوپلزۍ
د استرس نښې په هر انسان کې توپیر کوي, یوه انسان ته ممکن د سر یا هم د معدې درد پیدا کړي او په بل کې د استرس نښه ممکن ژور خپګان یا ډېر خوب کول وي، نو د استرس کنټرول او مدیریت اړین دي.
د استرس په کنټرول کې لومړۍ کار دا دی چې موږ باید هغه څه وپېژنو، چې د استرس سبب کېږي.
ځینې ټکي شته چې استرس مو اداره کوي.
له کافئین، الکول او نیکوتین څخه ځان وساتئ:
که له پورته څیزونو بېخي ځان نشئ ساتلی باید بېخي یې کم کړئ، که الکول لږ وخورئ د استرس کچه مو هم کمیږي، د الکول او کافئین پر ځای له چایو او د مېوو له اوبو څخه ګټه واخلئ.
خپل جسمي فعالیتونه ډېر کړئ:
ورزش مو درملنه کولای شي، البته نه یوازې د استرس په کمولو، بلکې په هره برخه کې، لکه فشار، ځواک ډېرېدل، همداسې د زړه لپاره هم ګټور دي، نو کله چې د استرس احساس کوئ، په تازه هوا کې پلي تګ وکړئ او منظم نور فعالیتونه ترسره کړئ.
ډېر خوب وکړئ:
د خوب نشتوالی د استرس اصلي لامل دی، که غواړئ استرس مو کم شي، باید ځان آرامه کړئ او کوم څه چې مو خپه کوي په اړه یې فکر مه کوئ او کتاب ولولئ.
له هغو تکنیکونو څخه کار واخلئ، چې اعصاب آراموي:
یوګا، مدیتیشن او داسې نورې لارې شته چې له سترسه مو ژغوري او آرامتیا درکوي.
له نورو سره خبرې وکړئ:
خپل هر ډول احساسات له نورو سره شریک کړئ. دا کار د استرس په کمولو کې ډېره اغېزه لري او هم مو چمتو کوي چې هره مسئله په آسانه حل کړئ، خو په دې شرط چې له باوري کس سره خبرې وکړئ.
د خپل استرس د دلیلونو په هکله ولیکئ:
یوه د خاطراتو کتابچه جوړه کړئ او پکې مو خپل ټول احساسات او هم د استرس او وېرې نښې ولیکئ.
دا کار مو د خپل استرس پر دلیل پوهوي، چې په راتلونکي کې د پېښو پر وړاندې سم غبرګون ښکاره کړئ.
خپل وخت اداره کړئ:
زیاتره خلک د دې لپاره چې ډېر وخت نه لري د خپلو کارونو لپاره استرس پیدا کوي، که د خپلو کارونو لپاره سم مهالوېښ جوړ کړي، نو هغه وخت به یې کارونه په سمه پر مخ ولاړ شي.
خو که استرس مو بېخي ډېر وي او په دې تګلارو نه سمېږئ، نو باید ارواپوه ته لاړ شئ او د هغه په لارښوونو خپل کارونه روان کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي