مارچ 7, 2021

وجدان؛ با وجدانه او بې وجدانه کسان څه ډول وي؟

Advertisements
لیکنه: ملیحه ناصري

د دې سرلیک په لیدو ښايي درپه زړه شوي هغه کسان چې تاسو یې ناحقه ځورولي یاست، هسې بې دلیله یې ستاسو ژوند کې ستونزې رامینځته کړي. یا هم د هېواد په کچه به با وجدانه او بې وجدانه خلک دریاد شوي وي.

ژوند د وړو او غټو تجربو ټولګه ده. که چېرې موږ په دې اوږد مزل کې له بېلابېلو شخصیتونو، مثبتو او منفي کرکټرونو سره مخ نه شو، موږ به له ژونده هومره بهره ونه شو وړلی، لکه یو دردېدلی او کړېدلی انسان یې چې وړي. کړاوونه د ژوند ناخوالې د انسان د وجدان په ويښ ساتلو او وژلو کې خورا مهمه ونډه لري.

وجدان څه شی دی؟

وجدان هغه دنننی ځواک دی چې د ښو او بدو کړنو په ترسره کولو کې دخیل وي. وجدان د هغه داور په څېر دی چې د سم او ناسم په بېلولو کې مرسته کوي. پر کړنو او ارزښتونو نظر کوي، یو له بله یې ښه او بد جلا کوي.

کله چې انسان یو بد کار ته ملا وتړي، وجدان خپله لاسوهنه پیلوي، ورته وايي چې دغه بد دی، مه یې کوه. کله چې د  دې بد کار له کولو یې ډډه وکړه، دا مانا چې ښو کارونو ته یې وهڅاوه. دلته وجدان ویښ دی او کس د مثبت لوري پر لور بیايي.

خو که چېرې یو کس بد کار کوي، وجدان یې ویده وي، دی بیا پر دې کار شرمېږي نه، د اصلاح پر لور نه ځي. دا مانا چې د بدو خلکو وجدانونه یا ویده وي، یا بیخي مړه. اصلاً وجدان د راحته، هوسا او سوکاله ژوند بنسټ دی.

ښايي خپلې ټولنې ته په کتو دا ووایاست چې ډېر بې وجدانه کسان زبردست ژوند تېروي؛ خو دې ته هرومرو پام کوئ چې یوه ورځ حتماً  د دې خلکو د بدنامۍ او تریخ ژوند پاڼه پرانیستل کېږي. همدا ځای دی چې ژوند او فطرت خپل قانون پلی کوي.

د با وجدانه او بې وجدانه کسانو توپيرونه:

وجدان لرونکو کسانو ته د خدای ج او د هغه د مخلوق خوښي لومړیتوب لري. دا ډول کسان هېڅکله خپلې شخصي منافع پر خلکو او د خلکو په ګټو پورته او بر نه ګڼي؛ځکه دوی  د حساب له ورځې وېره لري او پر دې باوري دي چې خامخا یوه ورځ به د ژوند پاڼه د  دوی پر نوم پرانیستل کېږي او د دوی د خوښیو د پیلامې لپاره به اوړي.

وجدان لرونکي کسان له مظلومو کسانو سره د ژوند په هغو چارو کې مرستندوی وي چې تر خپلې وسې یې پوره وي، ګڼې دعا  کول او ښه سلوک کول ورسره خپله وجیبه ګڼي.

دا ډول کسان کوهې کیندونکي نه دي. تهمت کوونکي نه  دي او بې دلیله په چا پسې تړل شوي تور باندې  یقیقن هم نه کوي. رازداره وي او د زړونو په ساتلو بلد دي. خپل او د نورو حریم پېژني، درناوی ورته کوي.

بې وجدانه کسان برعکس، کله چې خبره شخصي ګټو ته راشي او خپلې منافع په خطر کې وویني، هېڅکله د چا د پت او نقصان پروا نه کوي. د حساب له ورځې نه وېږېږي، یا که ووېرېږي هم ځان ورته بېګناه ښکاري؛ ځکه خو خپله هره پرېکړه ورته پر ځای برېښي.

ظلم، عداوت، بې عدالتي، توندي، بد چلن او دوکه‌بازي یې ځانګړنه ده. اکثراً ریايي کړنې ترسروي، خلک په خپل مینځ کې په چنګ اچوي او د بشر د خیر/صلاح خبره نه کوي.

د نورو له ځورولو خوند اخلي او کله چې دی وځورول شي بیا هره یوه تګلاره کارولی شي چې مقابل لوری له پښو وغورځوي.

 

 

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ