شهيدي ته د کريکټ نړيوالي شورا ترمبارکۍ وروسته راشد ، نجيب او نورو لوبغاړو هم مبارکي وويله

پر ټولنيزو رسنيو حشمت الله شهيدي ته د افغان لوبغاړو مبارکۍ جريان لري.

پرون حشمت الله شهيدي د يو ورځنيو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل سو خو نن سهار ګلبدين نايب د لومړني افغان لوبغاړي په حيث مبارکي ورته وويله،ورپسې افتاب عالم ،همداسي مجيب الرحمن.

غرمه مهال د کريکټ نړيوالي شورا پر ټولنيزو رسنيو د حشمت شهيدي د لوبډلمشرۍ او رحمت شاه د مرستيالي همدارنګه د راشدخان په اړه ليکلي وه،دوی داهم ليکلي چې ډېر ژر به د شل اووريزو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکل سي.

د کريکټ نړيوالي شورا تر پوسټ وروسته راشدخان هم مبارکي وويله او پر خپل ټويټر اکاونټ يې د حشمت لوبډلمشري ښه پرېکړه ياده کړې.

راشد ليکلي چې حشمت الله شاهدي ددې دندي پوره وړتيا لري او مبارکي يې ويلې،همدارنګه د اصغر افغان څخه يې هم مننه کړې چې د افغانستان کريکټ ته يې د ښه لوبډلمشر په حيث ښه خدمتونه ترسره کړي.

نجيب الله ځدران هم حشمت الله شاهدي ته د مبارکۍ ترڅنګ د ښه بخت هيله کړې.

مجيب الرحمن پر خپل ټويتر اکاونټ د افغانستان د کريکټ بورډ څخه مننه کړې چې يو ځوان لوبډلمشر يې ټاکلی دی او همدارنګه د اصغر افغان څخه هم مننه کړې او ملي وياړ يې ياد کړی،مجيب ليکلي چې وخت يې رارسېدلی تر څو د ځوان لوبډلمشر ملاتړ وسي.

رحمن الله ګربز د مبارکۍ ترڅنګ ليکلي چې هيلمن دی د حشمت الله شهيدي راتلونکی سفر به ډېر ښه وي او د ښه بخت هيله يې ورته درلودلې ده.

وروستی لوبغاړی شراف الدین اشرف دی چې حشمت یې مبارکي ويلې او ښکاري چي د مبارکيو دا لړۍ به لا پسې توده سي.

https://twitter.com/sharafashraf82/status/1399665445070786561?s=19

داسي ښکاري چې د کريکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې سره هيڅ لوبغاړی ستونزه نلري او د راشدخان په ګډون ټول لوبغاړي ترې خوشحاله دي،خو د اصغر افغان دريځ او د محمدنبي مبارکۍ ته لاهم افغانان انتظار دي.

وروستي مطالب