د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړي اسلام قبول کړ

هغه ۲۶ کاله عمر لري او دا د افریقا دویم لوبغاړی دی چې د اسلام حقيقي او مقدس دین مني.

کله چې پرون سهار د ( ۲۰۲۱ د اپرېل په ۲۵ مه )  فرچون خپلې مېرمنې میشک ایسن سره واده وکړ؛ له دې سره یې جوخت اسلام هم قبول کړ.

هغه د افریقا لپاره یوه یو ورځنۍ، ۷ شل اوریزې لوبې کړي او ۶ وېکټې یې اخیستي دي.

نوموړی ځوان لوبغاړی دی، چې په کیڼ لاس ارتودوکس کراره یا څوکه توپ اچونه کوي او په ښي لاس توپوهنه کوي.

کله چې هغه اسلام قبول کړ، نو خپل نوم عماد ته واړاوه او اوس یې نوم عماد دی.

خپله دغه لوبغاړي په خپله انسټګرام پاڼه لیکلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې د اسلام سپیڅلی دین قبول کړ او روژې هم نیسي.

تېره شپه بي جورن د شهادت کلمه وویله او د اپرېل په ۲۵ مه یې روژه هم نیولې وه.

له ده وړاندې په ۲۰۱۱ کې د افریقا بل کیڼ لاسي الراونډر وېن پرنېل هم اسلام قبول کړی و او اوس مسلمان دی.

وېن پرنېل اوس ۳۱ کاله عمر لري او د افریقا لپاره یې په ټولو یو ورځنیو لوبو کې ۹۴ وېکټې اخیستي او شل اوریزو لوبو کې یې ۴۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د هندوستان سوداګریزو لوبو کې یې ۲۶ وېکټې په ۲۶ لوبو کې خپلې کړي دي.

دا د افریقا په لوبډله کې درېیم مسلمان لوبغاړی دی، چې هاشم امله، وېن پرنېل او اوس لپاره عماد بل لوبغاړی شو.

وروستي مطالب