افغانستان اقتصاد سرسکالو سیاست

صالح: اوس مهال پخپل تاریخ کې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د بسیا او هوسا افغانستان په لور د نویو ترانزیټي او سوداګریزو مسیرونو ملي کنفرانس ترسره شو، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح هم په کې ګډون او وینا وکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه کنفرانس چې پرون له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، لومړی د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د دې کنفرانس هدف د چابهار بندر او لاجورد لارې پر وړاندې د شته ستونزو، فرصتونو او حللارو تحلیل اوارزونه ده.

عطاالله نصیب وویل، په چابهار بندر او لاجورد لار کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ځینې ستونزې لا هم پاتې دي چې حکومت یې د حل لپاره په مناسبو لارو چارو کار پیل کړی او د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو پر اساس به پاتې هغه هم حل شي.

سرچینه زیاتوي؛ د ترانسپورټ وزارت سرپرست قدرت الله ذکي او د مالیې د عوایدو او ګمرکونو معین محمد عیسی قدرت خبرې وکړې وې ویل:

«د حکومت د پاملرنې په نتیجه کې په ترانزیټي مسیرونو کې د سوداګرو ډېرې ستونزې حل شوې دي او دا مهال له کومې لویې ستونزې پرته د افغانستان ۹۰ سلنه صادرات او واردات په ځمکني ترانسپورټ کېږي.»

دوی وویل، له ګاونډیو هیوادونو سره د ترانسپورټي ستونزو د حل، د کرونا له امله د بندو شویو بندرونو د بېرته پرانېستل کېدو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو له امله د افغانستان د صادراتو په کچه کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي او د وارداتو بهیر هم بېرته عادی شوی دی.

همداراز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د عامل پلاوي رئیس سید زمان هاشمي او د سوداګرۍ خونو فدارسیون رئیس محمد اسماعیل غضنفر خصوصي سکتور ته د دولت له پاملرنې مننه وکړه.

هغه زیاته کړه:

«ترانزیټ لا هم یوه لویه ستونزه ده او د سوداګرو د زیان د مخنیوي لپاره یې په سرحدي ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته کار وړاندیز وکړ، ترڅو د سوداګرو توکي پر وخت وارد شي او د کنټرول په ځایونو کې د ډېر وخت لپاره د پاتې کېدو له امله جریمه نشي.»

کنفرانس او اقتصادي وده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د جمهوررئیس د لوی لیدلوري مننه وکړه وې ویل، توقع دا ده چې یاد کنفرانس دغه لوی اقتصادي لیدلوری چې ورسره به په افغانستان او سیمه کې اقتصادي وده، سوله او ثبات تامین شي، په حرکت راولي.

حنیف اتمر وویل:

«د افغانستان سوداګري، سیاست او سوله د سیمې او نړۍ له اقتصادي ودې، ثبات، د ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو پرضدګډې مبارزې او سیاست سره اړیکې لري، په همدې دلیل سیمه او نړۍ هم باید د افغانستان د دې اقتصادي لیدلوري ملاتړ وکړي، ترڅو ټول خپلو ګډو ګټو ته ورسېږو.»

محمد حنیف اتمر د دغې اجماع پر اساس د سولې خبرو بریالي کېدو ته په اشارې وویل، نن سیمه او بین المللي ټولنه په افغانستان کې پر سولې او جمهوریت اجماع لري او دغه ټول څه د اقتصادي لیدلوري له رامنځته کېدو پرته ممکن نه وو.

د وصل پر نقطې بدلول

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح پخپلو خبرو کې وویل، د دې کنفرانس هدف دا دی چې موږ بین المللي همکارانو ته د افغانستان داخلي ظرفیت او د پانګونې فرصتونه وښیو او افغانستان دا مهال د تهدید له نقطې د وصل په نقطې د بدلېدو په حال کې دی.

امرالله صالح وویل:

«افغانستان دا مهال پخپل تاریخ کې دمنځنۍ اسیا هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لري او په ځانګړي ډول دغه اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي. د افغانستان د اقتصادي لیدلوري د عملي کېدو په صورت کې نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو اقتصادي وده هم ښه کېږي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي؛ امرالله صالح د خپلو خبرو په پای کې وویل، د خصوصي سکتور استازو سره په وروستۍ کتنه کې د هغوی په غوښتنه د هغوی د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدامات شوي، د اخاذي مخه نیول شوې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په سرحدي ګمرکونو کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره والیانو ته مشخصې لارښوونې وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ