د کمپيوټر د سکرين پر وړاندې د سترګو د ستړيا د مخنيوي لپاره ۵ لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
کله چې ستاسو د اړتيا وړ توکي ستاسو د کاري مېز په مختلفو موقعيتونو کې وي، نو ستاسو سترګې مجبورې دي چې مرتبا مختلفو واټنونو ته په کتو خپل ليد تنظيم وکړي. د دغه وضعيت د کنټرول لپاره د کمپيوټر ليکدړه يا کيبورډ مستقيما د منيټور پر وړاندې کېږدئ او هغه څه چې بايد ويې لولئ د کمپيوټر څنګ ته يې منظم کېږدي.
که تاسو هم د هغې ډلې کسانو څخه ياست چې د ورځې په اوږدو کې په ساعتونو ساعتونو د کمپيوټر سکرين ته ګورئ او تر دې دمه مو د: سترګو سوی، د غاړې درد، د سترګو خيره والی، د سر ضربان او داسې نور څه تجربه کړي وي، نو غوره ده چې پوه شئ چې ستاسو ستونزه ( د سترګو ستړيا ) ده. د طب له اړخه دې ستونزې ته ( د کمپيوټر د ليدلو سنډروم ) ويل کېږي او د دې ناروغۍ لامل د سکرين نور يا رڼايي او په دوامداره توګه سکرين ته کتل دي.
د دې ستونزې د مخنيوۍ لپاره کولی شو چې د طبي لارښوونو ترڅنګ د سترګو مختلف تمرينات ترسره کړو. دلته هوډ لرو چې د دې ستونزې د مخنيوۍ لپاره تاسو درنو لوستونکو ته ځينې لنډې لارښوونې وړاندې کړو.
۱- د خپل کمپيوټر سکرين مو تنظيم کړئ
د کمپيوټر د سکرين په محل کې ځيني جزئي اقدامات کولی شي چې په راحتۍ سره د سترګو د ستړيا او خيره کېدو ستونزه مو راکمه کړي. مانيټور بايد ۲۰ يا ۳۰ انچه ستاسو د سترګو سره واټن ولري. همدارنګه د کمپيوټر د مانيټور ترټولو لوړه برخه مو بايد د سترګو سره برابره وي، يانې د مانيټور د صفحې د کتلو لپاره بايد مجبوره شئ چې ښکته وګورئ نه پورته.
۲- د مانيټور روښنايي مو تنظيم کړئ
د دې لپاره چې د کمپيوټر د صفحې روښنايي مو په تکليف نه کړي، پکار ده چې نور يې تنظيم کړئ.
که ممکن وي د نورو ګروپونو د رڼايۍ پر ځای د ځمکنيو او يا هم د ميزي څراغونو څخه ګټه پورته کړئ چې د مانيټور دواړو اړخونو ته مو ايښي وي. د کمپيوټر د سکرين روښنايي مو بايد متوسطه وي، تاسو کولی شئ چې د مانيټور برايټ يا روښنايي مو ٪۵۰ کړئ.
۳- د ۲۰-۲۰-۲۰ قانون څخه ګټه پورته کړئ
له هرو ۲۰ دقيقو څخه وروسته په خپلې (۶-۷ مترۍ) کې هغو توکو ته وګورئ چې ستاسو شاوخوا ته ايښي دي او د ۲۰ ثانيو لپاره ورته متوجه شئ او يا هم سترګې مو ورته خيره کړئ. دغه کړنلاره چې د labnol.org سايټ څخه را اخېستل شوې، کولی شي چې د سترګو لپاره يو مناسب ورزش واوسي.
که مو دا له ياده وځي چې هر ۲۰ دقيقې وروسته دا کړنه ترسره کړئ، کولی شئ چې د Break Taker په څېر ريمينډرونو څخه ګټه پورته کړئ.
۴- د ځانګړو عينکو څخه ګټه پورته کړئ
که تاسو تل د کمپيوټر سره سر او کار لرئ، نو د طبيعي نور ترڅنګ مصنوعي نور هم ترکيب کېږي چې دا مو په سترګو يو ډول فشار واردوي. د دې ستونزې د حل لپاره د ځينو ځانګړو عينکو څخه ګټه پورته کړئ.
۵- داسې يو وضعيت مو د ځان لپاره تنظيم کړئ چې سترګې مو پکې راحته وي
کله مو چې د اړتيا وړ توکي د مېز په شاوخوا کې او يا مختلفو ځايو کې شتون ولري، نو سترګې مو مجبوري دي چې مرتبا مختلفو واټونو ته په کتو خپل ليد تنظيم کړي او ستړې نشي.




وروستي مطالب