پرتلنه: پاکستانۍ لوبډله د زوال پر لور ده؛ خو افغان ټیم مخ په بره روان دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پاکستانۍ لوبډله چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، اوس یې پاڼه په ژېړېدو ده او مخ پر زوال ده.
دې لوبډلې یوه میاشت وړاندې له افریقا او اسټرالیا څخه ماتې وخوړې او تازه یې د می په ۵ مه نېټه په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې له انګلستان هم ستره ماته وخوړه.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې د پاکستانۍ لوبډلې د وروستیو اتلس لوبو نوملړ یا لېست خپور کړی، چې دې لوبډلې پکې په درې واړو لوبو فارمټونو ( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېست) لوبو کې ډېرې زیاتې ماتې خوړلي دي.
دې لوبډلې په لومړیو کې شپږ ماتې پرله پسې خوړلي او د انګلیسي ژبې ایل توری، چې د بایللو یا لاسټ لنډیز لپاره کرکټ لوبو کې لیکل کېږي، لیکل شوی دی.
خو د دې لوبډلې دې لوبو ته پوره د لاسټ کلمه لیکل شوې.
یوې لوبډلې لپاره پرلپسې شپږ ماتې د بد انجام خبر ورکوي، چې پاکستانۍ لوبډله دا ډول حالت سره مخ شوې ده.
د شپږو لوبو له بایللو وروسته دې لوبډلې یوه بریا خپله کړې، یوې بریا پسې یې بیا پرله پسې درې ماتې خوړلي، چې په مجموعي ډول یې د یوې ګټې پر سر ۹ ماتې هم خوړلي دي.
بیا ورته یو وُن یا ګټه لیکل شوې.

په دوهمې بریا پسې ورته بیا دوه ماتې لیکل شوي، چې دا ماتې یې په نړیوالو لوبو کې د لوبلړیو پرمهال خوړلي دي.
د دې دوو ماتو په ټوټل سره یې دا یوولسمه نړیواله ماته حسابېږي.
دریمه بریا یې بیا دوو ماتو پسې ثبت کړې.
په دریمې بریا پسې یې بیا ۴ پېوست ماتې خوړلي دي.
په دې ډول پاکستانۍ لوبډلې په خپلو وروستیو ۱۸ لوبو کې یواځې درې ګټلي او ۱۵ یې بایللي دي.
دا د پاکستانۍ لوبډلې د زوال حالت څرګندوي، پاکستانۍ لوبډله له انګلستان سره پنځه یو ورځنۍ لوبې د چهارشنبې په ورځ پیلوي؛ دا لوبې په انګلستان کې کېږي او انګلستان بیا سر له اوسه خپل بېټونه د بریا لپاره په شل اوریزه لوبه کې تېره کړل او یو ورځنیو لوبو لپاره یې مټې د رابډ وهلو په حال کې دي
.
که دا لوبې انګلستان وګټي، نو د پاکستان ماتې به تر شلو ورسېږي او په بریاوو نه؛ بلکې ماتو کې به یې شل کړي.
پاکستانۍ لوبډله په نړیوال جام کې هم له ځواکمنو لوبډلو سره مخ ده او ښایي تر ډېره له ماتو ځان ونه شي ژغورلای.
د افغان او پاکستانۍ لوبډلو پرتله
پاکستانۍ لوبډلې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې ۱۵ لوبې بایللي او افغانستان بیا درې شل اوریزې لوبې ګټلي، څلور یې یو ورځنۍ لوبې ګټلي او دوه یې بیا هند او ایرلېنډ سره مساوي شوي دي.
افغانستان بیا یواځې دوه ماتې خوړلي دي.
افغانستان په ۷۱ شل اوریزو لوبو کې په خپل کرکټ تاریخ کې ۴۹ لوبې ګټلي او ۲۲ یې بایللي دي.

د ۲۰۱۸ م کال راهیسې افغانستان دوه ټېسټ لوبې د بشپړ غړیتوب لرونکي ټیم په توګه کړي، چې هند ته یې بایللې او ایرلېنډ څخه یې لوبه ګټلې ده.
افغانستان د ۲۰۰۹ کال راهیسي ۱۱۱ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵۷ یې ګټلي، ۵۰ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او درې یې بیا بې پایلې شوې دي.
که مونږ دا پرتله وګورو او پایلې ته یې نظر واچوو؛ نو افغان لوبډله په دې وروستیو کې له پاکستانۍ لوبډلې د لوبو په ګټلو او سلنه کې ښه ده.
که افغان لوبډله په نړیوال جام کې دوه یا درې لوبې وګټي؛ وبه کولای شي چې لا پرمختګ وکړي او د کرکټ نړیوالې شورا لپاره یوه نه هېرېدونکې خاطره جوړه کړي.