سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ویبپاڼه: مجیب له راشدخان سره پرتله کېدای شي

په ۲۰۱۹ کې مجیب الرحمن د لارډز سیمې لوبډلې مېډل سېکس سره تړون کړی و او له دې لوبډلې سره یې بریالۍ لوبې وکړې.

د ۲۰۲۱ پړاو لپاره یو ځل بیا مېډل سېکس لوبډلې مجیب الرحمن پېرلی دی او په بلاسټ سیالیو راتلونکي پړاو کې به ولوبېږي.

۱۹ کلن مجیب په لس لوبو کې له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېدلی و او ۷ وېکټې یې ترلاسه کړې وې، د نوموړي ایکانومي ۷ اعشاریه ۲۳ ده.

خپله مجیب الرحمن ویلي، چې ده په ۲۰۱۹ کې له لوبډلې سره خورا ښه وخت تېر کړ او په ځانګړي ډول لارډز سیمه کې ډېر خوښ و.

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې مجیب الرحمن د شل اوریزو لوبو لپاره مناسب لوبغاړی دی او پرتله یې له راشدخان سره کېدای شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د غوره لوبغاړو په قطار کې دی، چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې په لسو غوره لوبغاړو کې حساب دی.

په نړیوال پنځوس اوریز جام کې مجیب الرحمن د راشدخان په پرتله خورا ښه وځلېد، ایکانومي یې له ۴ زیاته نه وه او وېکټې یې هم ښې وې.

Rashid Khan, Mohammad Nabi, Mujeeb Ur Rahman to head directly to IPL from  CPL

له بنګله دېش څخه یې درې وېکټې واخېستې او راشدخان یواځې یوه وېکټ اخیستې وه.

د انګلستان پر وړاندې مجیب تر ټولو ښه وځلېد او راشدخان په ۹ اورونوکې ۱۱۰ منډې ورکړې او همدې لوبې یې په نړیواله درجه بندۍ کې مقام له دویم څخه تر لسم ورساوه.

که څه هم راشدخان په نړیوالو لیګونو کې لوبېږي، خو مجیب ترې هم کم نه دی.

د افغانستان، هندوستان، اسټرالیا، انګلستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش، لس اوریز او نورو لیګونو کې مجیب له راشدخان سره اوږه په اوږه لوبېږي.

په ۲۰۲۰ کې ویسټ انډیز یا سي پي اېل لیګ کې هم مجیب الرحمن تر راشدخان ښه وځلېد او ښې لوبې یې وکړې.

اوس په بلاسټ شل اوریز سوداګریز کرکټ لیګ کې یو ځل بیا واخېستل شو او د مېډل سېکس لوبډلې روزونکي سټوټ لا ویلي، چې هغه په شل اوریزو لوبو کې تر راشدخان وروسته دویم نړیوال بالر دی او مختلف ډوله توپ اچونه یې د دوی لپاره حمله کوونکې ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ