د اسیا او نړۍ یوولس کسیزو لوبډلو پرتله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

دا چې د اسیا پنځلس کسیزه لوبډله د دوو شل اوریزو لوبو لپاره اعلان شوه، چې دوه افغان لوبغاړي هم پکې دي؛ نو ګورو چې دا لوبډله څومره جوګه ده، چې د نړۍ یوولس کسیزې غوره لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي او لوبې وګټي.
که د اسیا لوبډله کې د ویرات کولي شتون تاید شي او لوبډلمشري واخلي؛ نو بیا د نړۍ پیاوړې لوبډلې پر وړاندې د اسیا پیاوړې لوبډلې انډول مساوي شي.
د نړۍ یوولس کسیزه غوره لوبډله کې کېن ویلیمسن احتمالي لوبډلمشر ټاکل شوی، له ده سره ښایي ډېوېډ وارنر، کرېس ګېل، جاس بټلر، ګلېن مکسوېل، انډري رسل، لاکي فِرګوسن، بېن سټوکس، کګېسو رباډا، مېچل سټارک او عمران طاهر احتمالي لوبغاړي دي.
که د نړۍ لوبډله کېن وېلیمسن ولري؛ نو د اسیا لوبډله ویرات کولي لري، چې دواړه ښه انډول لوبغاړي دي.
که د نړۍ لوبډله ډېوېډ وارنر لري؛ نو د اسیا لوبډله شېکر دوان لري، چې تر ډېره پورې دواړه ښه کیڼ لاسي لوبغاړي دي.
که د نړۍ لوبډله کرېس ګېل لري؛ نو تمیم اقبال هم ښه فوم کې لوبغاړی دی، که د نړۍ لوبډله جاس بټلر لري، نو د اسیا لوبډله کی ایل راهول لري، که د نړۍ لوبډله ګلېن مکسوېل لري، د اسیا لوبډله ورته لېټن ډاس لري، که د نړۍ لوبډله انډري رسل لري، د اسیا لوبډله رېشاب پنټ لري، که د نړۍ لوبډله بېن سټوکس لري؛ نو د اسیا لوبډله یې مقابل کې تېسارا پرېرا او مشفق الرحیم لري.
همدا د مېچل سټارک مقابل کې، مستفض الرحمن، د فرګوسن په بدل کې ملېنګا، د رباډا په بدل کې محمد شمي، د عمران طاره مقابل کې راشدخان، د مکسوېل د بالېنګ مقابل کې مجیب الرحمن او داسې نور لوبغاړي په انډول تقریبا سره نږدې دي.
دواړه لوبډلې ښه مناسب لوبغاړي لري او دا چې لوبې په بنګله دېش کې دي، نو د اسیا سپین بالران به د راشدخان او مجیب الرحمن ګډون ډېر بریالي وي، چې نړیوال لوبغاړي وسوځوي.
د دواړو لوبډلو پته د مارچ میاشت په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې لګېږي، چې لوبې څوک ګټي.
که د اسیا لوبډله کې بابراعظم هم اخېستل شوی وای؛ نو د دې لوبډلې پیاوړتیا به لا ډاډمنه شوې وای.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.