فبروري 28, 2021

ارزګان کې جنګیدونکي افغان کمانډو قومندان ته د ولسمشر غني زنګ

راپور: بشر درویش

جمهوررئیس غني د کمانډو ځواکونو د ټولي یو تن قومندان تورن کبير جان سره ټلیفوني خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون په ارزګان ولایت کې د کمانډو ځواکونو د ټولي یو تن قومندان تورن کبیرجان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
ارګ وايي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني د تورن کبیرجان او د هغه د ملګرو مېړانه او زړورتیا چې د ارزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو په دفع کولو کې یې ښودلې او د دښمن د بریدونو پرشاتمبولو بوخت دي، وستایله.
ښاغلي وویل:

«تاسې د خپل عمل پر نوښت او رهبرۍ سره دښمن ته ماتې ورکړه او د خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه کوئ. تاسې د هیواد د کمانډو ځواکونو د زړورو ځوانانو روښانه بېلګه یاست.»

تورن کبیر په بېلابېلو سطحو په ځانګړي ډول په ټیټو پوړونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو له حاله د ځان خبرولو په خاطر د جمهوررئیس د توجه او همدا راز د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه یې د هغه د څارنې او پاملرنې مننه وکړه.
نوموړي ښاغلي ته ډاډ ورکړی چې د تېر په څېر یې دښمن ته ماتې ورکړې او اجازه به ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
ارګ ویلي جمهوررئیس به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د دښمن پر وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، احوال اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ارزګان هم د هیواد له هغو ولایتونو دی چې سختې جګړې په کې کیږي. تازه ویل شوي چې د دهراود ولسوالي هم طالبانو نیولې ده.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ