کمينز د ای پي ايل په پاته لوبو کې نه لوبېږي

اسټرالياوی الراونډر پټ کمينز د ای پي ايل ليګ د پاته لوبو لپاره عربي اماراتو ته نه ځي.

وروسته تر هغې چې د شنبې په ورځ د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې اعلان وکړ چې د ای پي ايل ليګ پاتې لوبې به د سپټمبر مياشتي له ۱۵ څخه بيا د اکتوبر مياشتې تر ۱۵ پورې په عربي اماراتو کې ترسره سي، اسټرالياوي الراونډر پټ کمينز پرېکړه کړې چې په پاتې لوبو کې به د کلکتې نايټ رايډرز لوبدلې لپاره ونه لوبېږي.

د سيدني سهار په نامه ورځ پاڼې ليکلې چې کمينز خپله پرېکړه وروستۍ کړې خو دا دليل يې ندی ويلی چې ولي نه لوبېږي.

همدارنګه دې ورځپاڼې ليکلې چې ډېويډ وارنر او پټ کمينز به د کورنيو ستونزو په خاطر د ويسټ انډيز د سفر برخه نه وي.

د انګلستان د کريکټ دايريکټر اشلي ګېلز هم څو ورځې وړاندې ويلي وه چې دوی هيڅ پلان نه لري چې د بنګلدېش سره د خپلو لوبو تاريخ ته تغير ورکړي،پداسي حال کې چې په همدې وخت کې د ای پي ايل لوبې هم پيليږي او د انګلستان مهم لوبغاړي په تولو لوبډلو کې سته.

دوی ويلي، غواړي خپل لوبغاړي د راتلونکې شل اووريز نړيوال جام لپاره چمتو کړي.

د هندوستان د کريکټ د کنټرول ادارې هم ويلي چې د کريکټ د نړيوالې شورا سره په خبرو دي ترڅو قناعت ورکړي چې د راتلونکې پړاو شل اووريز نړيوال جام لپاره هندوستان يو محفوظ ځای دی او موږ هر ډول امادګي لرو.

وروستي مطالب