د ورځې ۳ ګیلاسه قهوه څښل مو له ناڅاپي مړینې ژغوري

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
له چای وروسته قهوه په نړۍ کې ډیره څښل کیږي، چې د انسان د روغتیا لپاره ګټوره ده.
د امریکا په متحده ایالتونو کې د یوې څېړنې پایلو ښودلې هغه کسان چې د ورځې درې یا څلور پیالې قهوه څښي د ناڅاپي مړینې، ذهني فشار او په قلبي ناروغیو باندې د اخته کیدو خطر یې کمیږي.
څېړنې موندلې د قهوې څښل د شکرې ناروغۍ، عقلي کمزوري او د یو شمیر سرطاني ناروغیو د خطر د کمیدو تر څنګ ډېرې نورې ګټې هم لري.
روغتیاپالانو د زړه ناروغیو په هکله د تحقیقاتو له ارزونې وروسته موندلې چې د قهوې څښل د ناڅاپي مړینې او د قلبي ناروغیو د ټولو ډولونو د خطر له کمیدو سره اړیکه لري. هغوی چې د ورځې یې درې پیالې قهوه څښله د هغو کسانو په پرتله چې قهوه نه څښي د ناڅاپي مړینې له خطر سره کم مخامخ شوي دي.
په دې څیړنه کې په زړه پورې خبره داده، چې په ورځ کې د دومره اندازې قهوې د څښلو د احتمالي زیان په هکله څه نه دي ویل شوي.
د قهوې په ګټو کې د رحم، پوټکي او ځیګر په ګډون د څو ډوله سرطان ناروغۍ د خطر راکمیدل ذکر شوي او همداشان ویل شوي چې قهوه د شکرې د دوهم ډول ناروغۍ، د صفرا کیسې د تیږې او نقرس ناروغیو په مخنیوي کې هم رول لري.
څېړونکو همداراز ویلي چې د ښځو لپاره د قهوې څښل کېدای شي د ذهني فشار د مخنيوي سبب شي.
د څېړنې پایلې وښوده، هغه ښځې چې هره ورځ درې پیالې قهوه څښي، ډېر احتمال شته چې د ذهني فشار مخه یې ونیوله شي، خو هغه چې د ورځې څلور یا تر دې ډېرې پیالې قهوه څښي، په سلو کې ۲۰ دا احتمال شته، چې د ذهني فشار له ناروغۍ وژغورل شي.
څېړنونکو په پای کې ټينګار کړی چې امیندواره میرمنې باید دومره اندازه قهوه ونه څښي ځکه ماشوم لپاره يې زیان لري.