خواړه روغه سټه

قهوه د مرکزي عصبي سېستم تحرک کوونکي مواد لري

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

لومړی باید دا ومنو چې قهوه د کافیینو درلودونکې ده. کافیین نن سبا تر ټولو ډېر کارېدونکي کېمیاوي مواد چې له کارولو وروسته د انسان د مغز کړنو ته بدلون ورکوي. دغه بدلون په ټوله کې بیا د انسان د درک، سلوکو او رفتار د بدلون لامل کېږي. نن سبا ټول هغه مواد چې د بدن د وازګو وېلې کولو لپاره کارول کېږي، کافیین به پکې ارو مرو موجود وي. د کافیین یوه ځانګړنه دا ده چې چربي له خپل اصلي حالت څخه وباسي او دې ته یې تیاروي، چې په اسانۍ سره وېلې شي. خو دا چې په ريښیتا هم د وزن له کمېدو سره مرسته کوي که نه؟ په دې لیکنه کې مو د ډنګرېدو او قهوې په اړه خبرې کړې دي.

قهوه په خپل جوړښت کې داسې مواد لري، چې د مرکزي عصبي سېستم د تحرک لامل کېږي. د قهوې په دانو کې تحرک کوونکي مواد اوس په ډېری څښونکو موادو کې چې د انرژۍ په نوم بازار ته راغلې دي هم کارول کېږي هغه هم په ډېره زیاته کچه. ډېر کارول یې کولی شي د بدن د وازګو له وېلې کولو سره مرسته وکړي خو دغه چاره کېدای شي په راتلونکې کې د انسان بدن ته ځینې نورې ستونزې هم جوړې کړي.

کافیین،په قهوه کې د اعصابو تر ټولو محرکه ماده ده.

تئوبرومین، په کاکاو کې د اعصابو تر ټولو محرکه ماده ده. خو یو اندزه یې په قهوه  کې هم موندل کېږي.

تئوفیلین، دغه ماده په قهوه او کاکاو  دواړو کې پیدا کېږي. له تئوفیلین څخه د ساه لنډۍ ناروغۍ د درملنې لپاره ډېره ګټه اخیستل کېږي.

کلروژنیک اسید، دا بیا هغه ماده ده چې په قهوه کې په زیاته کچه موندل کېږي او په بدن کې د کاربوهیدرتو له چټک جذب سره خورا مرسته کوي.

په قوه کې تر ټول مهمه ماده همدا کافیین دي، چې کچه یې هم په کې لوړه ده او تر اوسه ډېره څېړل شوې هم ده. د دې مادې یوه ځانګړنه دا ده چې د ادنوزین په نوم د عصابو د مهار کولو ماده غیرې فعالوي. کله چې دغه ماده غیر فعاله شي، نو عصاب د ستړیا پر مهال هم خپله دنده پر مخ بېولی شي او فعالیت کوي. کافیین کولي شي د یوه کس ورزشي فعالیتونه په اوسط ډول له ۱۱ سلنې څخه ۱۲سلنې ته لوړ کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي