ژباړه: نسیمه محمدي
د غاښونو د زېړوالي او منګ د چټک پاکېدو لپاره د بوټو د ترکیب څخه استفاده وکړئ. په سنتي طب کې ځينو طريقو سره په څو دقیقو کې غاښونه سپين او خوله مو خوشبویه کړئ.
څنګه په ۵ دقیقو کې د چهار مغز پوستکي سره د غاښونو منګ پاک کړو؟
منګ په غاښونو کې د خوړو تجمع ته وایي، د خولې دغه ناروغي د تنفس د بدبویه کېدو او د غاښونو د دوړېدو سبب ګرځي. کله چې خواړه د غاښونو په منځ کې پاتې کېږي د خونرېرۍ سبب کېږي، چې باید جدي ونیول شي او زر یي درملنه وشي. د غاښونو د منګ د لرې کولو لپاره واضح کړنلاره نشته خو، د ځینو کورنیو درملو سره د غاښونو اضافي خواړه له منځه وړلی او د ناروغیو مخه یي نیولای شو. په دې برخه کې تاسې سره د غاښونو منګ د لرې کولو لارې چارې درپېژنو:
په لومړي قدم کې
باید هر شپږ میاشتې وروسته د ستونزو او د ناروغیو د مخنيوي لپاره ډاکتر ته باید مراجعه وشي. خو ځينې خلک کولی شي په کم مصرف سره پرته له ډاکټره دا ستونزه حل کړي.
لومړۍ کړنلاره:
اړین توکي
• نیم لیتر اوبه
• ۶۰ ګرامه د بادامو پودر، یا د چهار مغزو پودر د خوښې په اندازه
په یو المونیمې لوښي کې ۶۰ ګرامه پودر جوش او په کم حرارت سره يي ۱۰ دقیقې جوش کړئ څو د غاښونو کریم ته ورته څه تر لاسه شي، دا محلول د غاښونو د چټک پاکېدو لپاره غوره چاره ده باید چې ۵ دقيقې په غاښونو کېښودل شي.
دویمه کړنلاره:
اړین توکي
• ۲ قاشقې د لمر پرست تخم
• ۲ قاشقې د لیمو اوبه
• نیم لیتر اوبه
یو ساعت ټول مواد په کم حرارت په المونیمي لوښي کې جوش او لاسته راغلي مواد په مسواک ووهئ دا کړنه په میاشت کې دوه ځلې تکرار کړئ.
د خولې او غاښونو ساتنه ډېر مهم دي ځکه چې منګ د خولې د بدبويي او غاښونو زېړوالي لامل ګرځي چې په هېڅ صورت کې په زړه پورې نده.
څو مهم ټکي
د خولې او غاښونو روزانه پاکول اړین دي.
وروسته له هر وخت ډوډۍ خوړلو حد اقل دوه دقيقې غاښونه مسواک یا برس کړئ، کوښښ وکړئ د غاښونو طبیعي کریم وکاروئ ځکه تجارتي کريمونه د ګټې څخه تاوان ډېر لري.
هره شپه مخکې له خوبه غاښونه د تار په واسطه نخ کړئ.
د خولې مینځلو لپاره ددم کړې نعناع او آوېشن نه ګټه واخلئ.
که چېرې ډاکټر ته مراجعه وکړئ نو ډاکټر تاسې د غاښ له ډېرو څولولو څخه منع کوي تر څو د غاښونو مینا خرابه نشي.
سرچینه: نمناک