مارچ 2, 2021

د سعودي عربستان په جنوبي برخه کې یوه بله لویه سینما پرانیستل شوه

په سعودي عربستان کې په نیږدې پنځه کروړه ډالرو په ارزښت یوه فلمي سینما جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د جازان د سیمې چارواکي شهزاده محمد بن عبدالعزیز اعلان کړی چې دغه سینما یې په ۴ کروړه او ۲۰ لکه ډالرو باندې جوړه کړې.
نوموړې دغه خبرې د سینما د افتتاح یا پرانیستې په غونډه کې کړي.
جوړه شوې سینما ۱۰ هالونه لري چې دوه په کې یوازې د ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي.
[adsforwp id=”40694″]
د معلوماتو له مخې په دغه نوي پرانیستل شوې سینما کې ټول ۸۰ حالونه دي چې هر حال د یوه ۸۰ څخه نیولې تر ۱۲۰ کسانو پورې د کیناستو اسانتیا لري.
په خپرو شویو ویډیو چې سینما ته روان مېرمنې او نارینه سره ګډوډ د فلم لېدلو ته روان دي.
په رپوټ کې راغلې چې د دغه سینما د جوړولو موخه عامو خلکو ته د هغوی په ښار کې د ساعتیرۍ او ښې تفریح او د هغوی لپاره د معیاري ژوند برابر وی ښودل شوي دي.
دا په سعودي عربستان کې بله لویه سینما ده، په دې وروستیو کې د سعودي عربستان حکومت میرمنو ته د ازارۍ په برخه کې ډېر زیات اقدامات کړي دي او زیاته ازادي یې چې مخکې یې نه لرله ورکړې ده.
 

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ