کریس موریس؛ د IPL په تاریخ کې تر ټولو په لوړه بیه رانیول شوی لوبغاړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو بولي پرون په چینای ښار کې ترسره شوه، چې په مهال یې کریس موریس تر ټولو لوبغاړو په خورا لوړه بیه وپېرل شو.

 

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي کریس موریس په ۷۵ لکه هندۍ کالدارې بولي ته نوملیکنه کړې وه، چې په همدې بیه بولي ته هم وړاندې شو.

 

تر وړاندې کېدو وروسته د موریس پر سر دریو لوبډلو ممبي انډینز، بنګلور او راجستان سیالي پیل کړه، چې په پای کې راجستان رویالز لوبډلې موریس په ۱۶ کروړه او ۲۵ لکه هندۍ کالدارو واخیست.

 

په دې سره موریس د سږ کال ترڅنګ د آی پي ایل په تاریخ کې ګران ترینه لوبغاړی شو، چې یوه لوبډله یې په ډېرو پیسو اخلي.

 

 

 

د سږ کال په بولي کې په لوړ قیمت لس اخیستل شوي لوبغاړي

 

 

۱- کریس موریس په ۱۶ کروړه او ۲۵ لکه راجستان رویالز لوبډلې واخیست،

 

۲- کیلي جېمسون په ۱۵ کروړه بنګلور لوبډلې واخیست،

 

۳- کلین مکسویل په ۱۴ کروړه او ۲۵ لکه بنګلور لوبډلې واخیست،

 

۴- ریچارسن په ۱۴ کروړه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۵- ګوتام په ۹ کروړه او ۲۵ لکه چینای لوبډلې واخیست،

 

۶- ریلي میردیت په ۸ کروړه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۷- موني اعلي په ۷ کروړه چینای لوبډلې واخیست،

 

۸- شاروخ خان په ۵ کروړه او ۲۵ لکه پنجاب لوبډلې واخیست،

 

۹- ټام کوران په ۵ کروړه او ۲۵ لکه ډهلي کپیټلز لوبډلې واخیست،

 

۱۰- ناتن کولټر نیلي په ۵ کروړه ممبي انډینز لوبډلې واخیست.

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ راتلونکې اپرېل میاشت په هندوستان کې پیل شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.