مارچ 8, 2021

د کوچنۍ عیسوي کورنۍ ماشوم کرېس ګېل، څنګه د نړۍ مشهور لوبغاړی شو!

Advertisements

دلته د نړۍ د نامتو کرکټ توپ وهونکي کرېسټوفر هینري ګېل د کورنۍ، دین او ژوند په اړه معلومات درکوو.
د کرېس ګېل بشپړ نوم کرېسټوفر هینري ګېل دی، دی په ۱۹۷۹م کې د سپټمبر په ۲۱ مه په یوه کوچنۍ او لوېدلې غریبه کورنۍ کې وزېږېد.
کرېس ګېل د جمېکا په کېنګسټن سیمه کې نړۍ ته راغلی دی.
هغه اوس ۴۰ کاله عمر لري او لا هم د کرکټ په نړۍ کې په لوبو کولو بوخت دی.
د کرېس ګېل پلار ډوډلي ګېل نومېږي او دی په هغه وخت کې، چې کرېس ګېل وزېږېد، د جمېکا عادي پولیس و.
د کرېس ګېل مور هزېل ګېل نومېده او په بازار کې یې ممپلي او نورې وچې مېوې پلورلې.
کرېس ګېل دوه ورونه لري وان کلیف پاریس او وېن ګېل.
وروسته له هغې چې کرېس ګېل په کرکټ کې وځلېد، نو د کرمپي، ګېل فورس، ماسټر سټورم، ګېل سټورم، یونېورس باس او ګېل په نومونو مشهور شو.

PORT OF SPAIN, TRINIDAD AND TOBAGO – AUGUST 14: Chris Gayle of the West Indies brings up his 50 during the third MyTeam11 ODI between the West Indies and India at the Queen’s Park Oval on August 14, 2019 in Port of Spain, Trinidad And Tobago. (Photo by Ashley Allen/Getty Images)

کرېس ګېل یو مېتر او ۹۱ سانتي لوړوالی لري او تقریباًً ۹۵ کېلو ګرامه وزن لري.
د کرېس ګېل زدهکړې
زما په ګډون هر څوک غواړي چې د کرېس ګېل د زدهکړو په اړه معلومات ولري.
کرېس ګېل چې کله د ښوونځي زدهکړو ته چمتو شو، نو د ایکسل زیئر یا نجارۍ د زدهکړو په ښوونځي کې شامل کړل شو، هغه تر لسم ټولګي پورې د نجارۍ حرفوي زدهکړې وکړې، له دې وروسته بیا د داوود په نامه کالېج کې او بیا د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ پوهنتون پوهنځي ته بریالی شو.
د کرېس ګېل کرکټ
۱۹۹۸ م د اپریل په میاشت کې یې کورنی کرکټ پیل کړ، په خپل هېواد کې یې کرکټ وکړ او د جمېکا لوبډلې لپاره لوبېده.
یو کال یې کورنی یا ډومېسټېک کرکټ وکړ او په ۱۹۹۹م کې د ویسټ انډیز په ملي لوبډله کې شامل کړل شو.
یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۱۹۹۹م کې وکړ، د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۰ زیږدیز کې وکړ او د شل اوریزو لوبو اغاز یې بیا په ۲۰۰۶م کال کې وکړ.
۲۰۰۹م کال کې آې پي ایل کې واخیستل شو.
کرېس ګېل په دولس پړاوونو آې پي ایل سیالیو کې اخیستل شوی او هېڅ ډراپ کړل شوی نه دی.
 
د کرېس ګېل د خوښې فلمي لوبغاړی
د نوموړي د خوښي فلمي لوبغاړی هندوستانی امېتا بچن دی، او د خوښې فلمي لوبغاړې یې ډیپیکا پاډوکون ده.
د خوښې فلم یې د رېمبو فلمونه دي.
 
د کرېس ګېل کور
اوسمهال کرېس ګېل په کېنګسټن سیمه کې، جمېکا کې اوسېږي.
کرېس ګېل اوسمهال درې موټرې لري، جي ایل ۶۳ ای ایم جي، لېنډ کروزر وي اته او مرسیډیز بېنز لري.
د کرېس ګېل د غني یا بډاینې کلونه
لکه مخکې چې مو وویل کرېس ګېل په یوه غریبه کورنۍ کې پېدا شو، خو بخت یې راویښ شو، په کرکټ کې وځلېد او بالاخره یې کرکټ د ده د بډایه کېدو وسیله شوه.
نوموړي په ۲۰۱۱م  آې پي ایل کې د ټول آې پي ایل د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
نوموړي په ۲۰۱۶م کې د اسټرالیا فېر فاکس رسنیزې شبکې پر وړاندې په یوه قضیه کې بریالی شو او ۳ لکه امریکایي ډالر یې له نوموړې کمپنۍ په قضیه کې وګټلې.
کرېس ګېل اوس د نړۍ په کچه په بډایه لوبغاړو کې شمېرل کېږي.
کرېس ګېل په عیسوي مذهب دی او ډېرې غریبې کورنۍ کې زېږېدلی و، چې له نجارۍ زدهکړو یې کرکټ ته مخه کړه او د نړۍ په کچه یې مشهور کړ.