Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

کرېس ګرین د بېګ باش لیګ د اوږده تړون ریکارډ جوړ کړ

د سوداګریزو لیګونو لپاره زیاتره لوبډلې د خپلې پیاوړتیا لپاره د ځوانو او پیاوړو لوبغاړو په لټه کې وي؛ په همدې پلمه دوی غواړي چې هغه لوبغاړي د اوږده وخت لپاره له ځان سره وساتي، چې د دوی د لوبډلو ملا ورتړي.

د اسټرالیا ښي لاسي الراونډر کرېسټوفر جېمز ګرین له سیډني تندر لوبډلې سره د لوبېدو اوږود تړون لاسلیک کړ او په دې ډول یې د بېګ باش په تاریخ کې د لانګ اپوانټمېنټ ریکارډ جوړ کړ.

ګرین له سېډني تندر لوبډلې سره د نومبر په ۱۷ مه نېټه د شپږ کلونو لپاره تړون امضاء کړ او له لارې  به یې هغه د پېسو په بدل کې د شپږو نورو کلونو لپاره یواځې او یواځې له تندر لوبډلې سره ولوبېږي.

له دې وړاندې کرېس لیين له برېسبېن هیټ لوبډلې سره پنځه کلن تړون لاسلیک کړی و؛ خو دا ریکارډ نن کرېس ګرین مات کړ.

کرېس ګرین ویلي:

«ما دا اوږود تړون د دې لپاره له سیډني تندر لوبډلې سره وکړ، چې زه کله د کلب پرمهال په تمرینونو بوخت وم؛ نو تندر لوبډلې لومړي ځل لپاره ماته چانس راکړ، زه په بېګ باش لیګ کې ولوبېدم».

نوموړی زیاتوي ما د اسټرالیا د ملي لوبډلې کېپ یا خولۍ نه وه پر سر کړې، چې سوداګریز لیګ ته تندر لوبډلې راوستم او همدا علت دی، چې دې لوبډلې سره اوږود تړون لاسلیکوم.

ګرین د شل اوریزو لوبو د سپېشلېسټ یا ځانګړي لوبغاړي په نوم مشهور دی، دی په کاناډا ګلوبل، د ویسټ انډیز په سي پي ایل، د پاکستان په پي ایس ایل او نورو لیګونو کې لوبېدلی دی.

big bash.JPG

اسټرالیا د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام لپاره په پام کې لري، چې ګرین په خپل ملي ټیم کې ولوبوي.

د کرېس ګرین په خبره، چې د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ورته ویلي، چې شل اوریز جام کې به د اسټرالیا ملا ور وتړي.

د کرېس ګرین پېژندنه

کرېس ګرین په ۱۹۹۳ م کال کې د سویلي افریقا په ډوربېن سیمه کې زېږېدلی دی، ۲۶ کاله عمر لري او د اسټرالیا په خاوره راستر شوی او کرکټ یې په اسټرالیا کې زده کړی دی.

ګرین د بیلا واګز په نامه یوې انجلۍ سره واده کړی دی.

هغه ۷۵ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې ۴۹ اننګزه یې پکې لوبولي دي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۴۹ دي او ټولې یې ۴۷۶ منډې پکې جوړې کړې دي.

ګرین په ښي لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس اف برېک څوکه توپ اچونه کوي، نوموړي په ۷۵ شل اوریزو لوبوکې ۶۲ وېکټې اخېستي دي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی