جوپرا ارچر به ډېر ژر بېرته لوبو ته راستون شي

لیکنه: محمد نسیم حمیدي
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی تیز توپ اچونکی جوپر ارچر به د کرونا د ټيست کولو او پنځه ورځني کرنتین وروسته بیا له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
د تېرې جمعې پر ورځ د انګلستان کرکټ بورډ هغه د ناسمې روغتیا او د کرونا ویروس په شک پنځه ورځې له لوبډلې لرې کړ.
اوس تازه یو ځل بیا د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې هغه به د ویسټ انډيز په وړاندې درېیمه او وروستۍ ټيسټ لوبه کې، له انګلستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي.

راپورنه وايي، چې ارچر به په دې شرط لوبو ته راستون شي، چې ۵ ورځې کرنتین وي او وروسته یې د کورونا پایله منفې وي.
تر دې مخکې هم ۲۵ کلن جوپرا ارچر دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړی وو، چې پایله یې منفې وه.

د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ ټیسټ لوبه د جولای میاشتې په ۲۴ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پوري به دوام وکړي.
د دې دوو هیوادونو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه د ویسټ انديز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده، دوهمه ټيسټ لوبه لا د دې دوو لوبډلو ترمنځ روانه ده.
د یادې لړۍ وروسته انګلستان په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کوي.

انګلستان او پاکستان هیوادونه لومړی درې ټیسټ لوبي د جولای له ۳۰مي بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴مي نېټې پوري ترسره کوي.
همدارنګه به دا دوه هیوادونه درې شل اوریزه لوبې د راتلونکې اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ