سینما او موسیقي

سلمان خان به پرینکا چوپړا وبخښي؟

د هندي سینما په اداکارانو اومینوالو کې دا پوښتنه ډېره کیږي چې، څنګه سلمان خان به پرینکا چوپړا معاف کړي؟

پرینکا چوپړا څه موده وړاندې د سلمان خان سره په یوه فلم کې د کار کولو انکار وکړ.

فلم بهارت کې اټکل داسې وه چې د کټرینا کیف پرځای به پرینکا د فلم مرکزي رول ولوبوي خو کله چې وروستۍ مرحلو ته رسیږي نو اغلې چوپړا په فلم کې د کار کولو څخه انکار کوي.

لامل یې واده ته تیاری ښوولی وه، خو سلمان خان د پرینکا دغه چارې سخت خواشینی کړ او فلم لپاره یې سمدلاسه کټرینه کیف غوره کړه.

ټول پوهیږي چې د سلمان خان دغه کار هيڅ نه و خوښ شوی، او د فلم بهارت په هره غونډه او کنفرانس کې به یې په چوپړا ملنډې وهلې.

د سلمان خان فلم دبنګ۳ اټکل دی چې د روان کال په ډسمبر کې ریلیز شي، او یو بل فلم یې د اختر د خوښیو په مهال نندارې ته وړاندې شي.

د دغه فلم لارښوونه مشهور هدایت کار پربو دیوا کوي او باید یاده شي چې په دغه فلم کې به هم سلمان خان د یوه پولیس افسر رول ولوبوي.

د معلوماتو له مخې په دغه فلم کې به هم د نوموړي سره کټرینا کیف د فلم مرکزي رول ولوبوي.

د سلمان خان د فلم ټیم د دغه فلم د مرکزي فلم لپاره د پرینکا چوپړا وړاندیز کړی چې د فلم (سکای از پینک ) وروسته وزګاره هم ده خو سلمان خان د نوموړې سره د کار کولو سره غوڅ انکار کړی.

د چوپړا فلم سکای از پنک په اکټوبر کې ریلیز شوی او ترې وروسته د نوموړې سره د کوم بل فلم پروژه هم نشته.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی