سپورټ کرکټ کلتور او هنر

پریانکا او جوناس له تازه واده وروسته، د کرکټ لوبه کوي

د هندوستان د فلمي نړۍ ستورې پریانکا چوپړا د خپل امریکایي ملګري نېک جوناس د واده مراسم لومړی په عیسوي دود سره وکړل. نن ورځ هم ې ټاکل شوې چې په هندي دود سره هم واده وکړي، خو له واده سره سره به دواړه کورنۍ یوه دوستانه کرکټ سیالي ترسره کړي، چې د یوې لوبډلې لوبډلمشره به پریانکا وي او د بلې لوبډلې لوبډلمشربه نېک جوناس وي.

دوی وایي دا د دې لپاره کوي، چې د دوی واده لا دلچسپ او په زړه پورې شي.

په دې دوروستیو کې د کرکټ لوبغاړو، فلمي لوبغاړو او ځېنې مشورو سندرو غاړو ترمنځ د مینې تارونه غځیدلي دي او دا تارونه تر ودونو رسېدلي دي، تېر کال ویرات کولي له انوشکا شرما سره واده وکړ.
چې یو کرکټي دی او بله یې فلمي لوبغاړې ده. څه موده وړاندې رنګویزسېنګ او ډيپيکا پاډوکون واده وکړ.

اوس پریانکا چوپړا غواړي د روانې اونۍ په پای کې له امریکایي سندرغاړي سره تر اوږدې مینې وروسته واده وکړي.

پریانکا د هندي فلمونو ترڅنګ په امریکایي فلمونوکې هم کار کړی دی.

دوی دواړو ویلي چې له واده مخکې به د دواړو کورنیو ترمنځ د یوې دوستانه کرکټ سیالۍ لپاره راټول شي او کرکټ سیالۍ باندې به ماحول لا دوستانه کړي.

د یوې لوبډلې نوم د انګریزي په P توري دی، چې پي د پریانکا چوپړا له نوم څخه اخېستل شوی. د بلې لوبډلې نوم به د N په توري وي، چې مطلب ترې د نېک جونس نوم دی.

په لوبه کې چوپړا او نیک دواړه ګډون وکړي، دوی وایي غواړي چې د خلکو د مینې تنده خړوبه کړي او واده لا په زړه پورې کړي.

وېب پاڼه لیکي چې د کرکټ دا لوبه به د ډېرو خلکو د پام وړ وي.
پریانکا چوپړا اوس ۳۶ کاله عمر لري او نېک جونس چې امریکایي سندرغاړی دی ۲۶ کاله عمر لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې