جوفرا ارچر په دوو توپونو ۲۷ منډې وکړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
سپورټ یاران

جوفرا ارچر، چې د انګلستان چټک توپ اچوونکی دی، په روانو آی پي اېل لوبو کې د راجستان کرکټ لوبډلې ملتیا کوي.
هغه له آی پي اېل وړاندې په بېګ باش لیګ کې له هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې سره خپله وړتیا څرګنده کړه، هلته یې داسې الراونډري وکړه، چې د انګلستان کرکټ لوبډلې ورته پام شو.
نوموړي د هوبرټ لوبډلې لپاره په لوبوکې د فیلډینګ برخه کې په خطرناکو کېچونو نیولو، یارکرو توپونو ترسره کولو او د چکو په وهلو سره وکولای شول، خپل ځای کلک کړي.
له دې وروسته بیا په ۲۰۱۹ کې د راجستان لوبډلې په ګټه یې لوبېدل خورا مثبت ارزیابي شول.
کله چې د ۲۰۱۹ منځنۍ میاشتې پېلېدې، نو جوفرا ارچر ته د انګلستان کرکټ بورډ د رهبرۍ غړو پام شو.
د نړیوال جام څخه وړاندې یې د اسټرالیا او افریقا لوبډلو خلاف د انګلستان په ګټه ولوبېد.
۲۰۱۹ کال مې میاشت کې د نړیوال جام لوبولو لپاره د انګلستان رسمي ملاتړی شو.
د اسټرالیا خلاف ټېسټ لوبو کې ښه توپ اچونه وکړه او ډېری توپوهونکي یې په خپلو چټکو توپونو سره وویشتل او ووېرول.

د آی پي اېل څلورمه لوبه او د جوفرا ارچر ۲۷ منډې کول

جوفرا ارچر داسې مهال لوبې ته راغی، وروستی اوور و او د راجستان منډې ۱۸۵ وې.
ارچر د افریقایي بالر لونګي اېنګېډي د وروستي اوور لومړی بال د مېډ وېکټ په لور هسکه شپږیزه کړ، دویم توپ یې هم شپږیزه کړ، درېیم توپ نو بال هم و او شپږیزه هم شو، چې دې سره په دوه توپونو ۱۹ منډې راغلې، ورپسې یې بل توپ شپږیزه کړ او نو بال هم و، چې دې سره یې په څلور توپونو ۲۶ منډې واخېستې او ورپسې توپ یې وایډ ترسره کړ.
نو په دې توګه جوفرا ارچر له لونګي اېنګېډي څخه په دوه توپونو ۲۷ منډې ترلاسه کړې.
په همدغه اوور کې له اېنګېډي څخه ۳۰ منډې راغلې او راجستان کرکټ لوبډلې چینای سوپر کېنګز ته ۲۱۷ منډې هدف ورکړ.
د راجستان لپاره ون ډاون توپوهونکي سنجو سمسن ۷۴ او سټیف سمېت ۶۹ منډې وکړې.
راجستان کرکټ لوبډلې ټولې ۲۶ پولې لوبولې وې، چې ۱۷ شپږیزې او ۹ یې څلوریزې وې.
سام کرن د چینای لپاره درې وېکټې واخېستې.
بل پلو چینای کرکټ لوبډلې هم ۲۵ پولې ولوبولې، په دې کې ۱۶ شپږیزې او ۹ څلوریزې شاملې وې.
خو د ۶  لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲ سوه منډې وکړې او لوبه ترې راجستان په ۱۶ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی سانجو سمسن ونومول شو.
 
جوفرا ارچر ۲۵ کاله وړاندې د امریکا په باربادوس کې زېږېدلی دی او اوس د انګلستان په لوبډله کې لوبېږي.
په آی پي اېل کې یې ۲۲ لوبې کړي ۱۰۹ منډې یې کړي او ۲۷ یې لوړې منډې دي.
۸ یې شپږیزې او ۶ یې څلوریزې وهلي دي.

په یو اوور کې د زیاتو منډو ریکارډ

نیوزیلېنډي بالر ویلیم لودیک په ۲۰۱۸ کال کې د نومبر په ۷ مه نېټه نیوزیلېنډ په لېسټ ای لوبو کې یو اوور کې ۴۳ منډې ورکړې وې، چې جو کارټر او برېټ همپټن پرې ۶ شپږیزې، یوه څلوریزه، دوه نو بالونه او یوه سېنګله ترې واخېسته.
د زِمبابوې اېلټن چوګومبورا له علاءالدین بابو څخه یو اوور کې ۳۹ منډې اخیستې وې.
جی پي ډومني په ۲۰۱۷ کال کې له ایډي لیلي ۳۷ منډې واخېستې.
هارشل ګېبز له بنګوه په نامه بالر څخه یو اوور کې ۳۶ منډې واخېستې.
رېپي ګومیز په نامه توپوهونکي له ریوي تېجا څخه د هندوستان په ایالتي لوبو کې یو اوور کې ۳۵ منډې اخېستې وې.
jofra.JPG
ccc.JPGdddd.JPG

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.