Advertisements
سپورټ

چینايي د پنجاب او ډهلي د ممبيي په ماتولو راجستان ته لاره جوړه کړه

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د لمړي روانډ په وروستیو لوبو کې ډهلي دریډ ویلز لوبډلې ممبيي انډینز او چینايي سوپر کینګز لوبډلې د پنجاب لوبډلې ته په ماتو ورکولو سره د راجستان رایلز لوبډله دویم پړاو «پلای اف» ته ورسوله.

 د پرون ورځ په مهمو برخیلک ټاکونکو لوبو کې دواړو پنجاب او ممبيي د خپلو لوبو په بایللو سره د یولسم پړاو «آي پي ایل» سیالیو کې مخکې تګ پای ته ورسو او د دغه لیګ سیالیو څخه بهر شوې، خو ګټه یې راجستان رایلز لوبډلې ته ورسیده.

۳ واړه لوبډلې پنجاب، ممبيي او راجستان د سیالیو د ګټلو له کبله مساوي وې، خو د تیرې ورځ او شپې په سیالیو کې د لوړ سټرایک ریټ سره د پنجاب یا ممبيي لوبډله تر بل پړاو رسیدلی شوه، خو پکې دواړه پاتې راغلې او پر ځای یې راجستان «پلی اف» ته ورسیده.

 سنرایزرز حیدر اباد، چینايي سوپر کینګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لا د وړاندې دویم پړاو ته رسیدلې وې، خو بنګلور او ډهلي بیا د دغه لیګ سیالیو څخه مخکې بهر شوې وې.

 دویم پړوا «پلی اف» کې د څلورو لوبډلو له ډلې به سنرایزرز حیدر اباد او چینايي سوپر کینګز لوبډلې د سبا ورځ په سیالۍ کې مخ کیدونکې دي، چې ګټونکې لوبډله تر پای لوبې رسیدلی شي او بایلونکې لوبډله به پای لوبې ته د رسیدو په موخه بلې موقع ته انتظار وي.

 همدا راز د کلکتې نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې په خپلې راتلونکې سیالۍ کې د چهار شنبې ورځ مخ کیدونکې دي، چې پکې بایلونکې لوبډله کور ته ستنیږي، خو ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته د رسیدو په موخه د چینايي او هم حیدر اباد لوبډلې سره په سیالۍ کې د راتلونکې جمعې په روځ د ماښآم په ۶ بجو سره مخامخ شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی