مارچ 5, 2021

د هرات په انجیل کې د څلور چک‌ډېمونو رغونې چارې پیل شوې

Advertisements
راپور: مهر تاج

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د څلورو چک‌ډېمونو چارې د ځینې مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
دا چک‌ډېمونه د دې ولسوالۍ په «ګازرګاه» د ګازرګاه دوې لارې، شله چله خانه او ده شیخ کلیو کې جوړېږي.
د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکو په اند د دغې پروژې تطبیق دوی ته حیاتي ارزښت لري.

دوی له موسمي سیلابونو په‌تنګ دي، برېښنایي ستونزې لري او د څښاک د اوبو تنظیم تل د موسمي سیلابونو په راتلو سره له منځه ځي.
دا پروژې د موسمي سېلابونو کنټرول، د چټکتیا کمولو او برېښنا اوبو، د رسوبي موادو لېږد څخه د مخنیوي، د تلخونو اوبو پیاوړتیا، د سیمې زرغونولو او په یادو سیمو کې د اوبو ذخیره کولو په موخه پلي کېږي.

د پروژې د پرناستي په پرګرام کې د سیمې مشرانو، د هرات ولایت نه په مشرانو جرګه کې د دوی استازي او حکومتي چارواکو او مسوولینو ګډون کړی وو.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي