له نړۍ

د چین یو بانک: ښځینه کارکوونکې زموږ له اجازې پرته حمل نه شي اخیستی

لیکنه: بشر درویش

د چین د یوه مشهور سوداګریز بانک مسولینو خپلو ښځینه کارکوونکو ته حتمي کړې، چې د مسولینو له اجازې پرته به حمل نه اخلي.

دلیل یې څه دی؟
د چین د چیجیججوانگ ښار د سوداګریز بانک مشر ویلي، چې دا پریکړه یې د خپلو بانکي کارونو د نظم او ښه والي لپاره کړې ده.

مسولینو ویلي، چې دوی تر دغه بندیز مخکې د ښځینه کارکوونکو د حامله توب له کبله ستونزو سره مخ شوي.

د دوی په وینا بانکي کارکوونکو یې د حامله ګۍ پز وخت د عادي حالاتو په شان په ښه ډول خپلې دندې نه شوې ترسره کولای.

د جریمې کیسه

دغه بانک خپلې یو شمېر ښځینه کارکوونکې له دې کبله جریمه کړې هم وي، چې د حامله ګۍ یا اولاد زېږولو په اړه یې د بانک د ادارې نوي اصول مات کړي وو.

خو د بانک ښځینه کارکوونکو جریمه ونه منله او د کارګرانو ټولنې ته په شکایت لاړې.

د کاګرانو ټولنې له بانک سره تر اوږدو بحثونو وروسته د جریمې له اخیستو لاس په سرکړ.

خو د بانک دغه اصل یا شرط اوس هم حاکم دی، چې ښځینه کارکوونکې به له حمل اخیستو څخه مخکې د بانک د مسولینو رسمي اجازه ترلاسه کوي.

اعتراضونه

د ښځو د دفاع بنسټونو د یاد شوي بانک پر ضد اعتراضونه او رسمي عریضه کړې ده.

دوی دا پریکړه د ښځو پر طبیعي جوړښت، اړتیاوو او شخصیت ملنډې ګنلي دي.

خو د بانک مسولین وایي دوی د سوداګرۍ د اصل له مخې له خپل کار او ګټې سره سروکار لري.

د بانک د مسولینو په وینا دوی په نوبتي توګه په داسې بڼه خپلو ښځینه کارکوونکو ته د حامله ګۍ اجازه ورکوي، چې د بانک پر کارونو یې د حامله ګس اغېزې زیاتې پرې نه وځي.

نوره نړۍ

د ښځو د کار د حق ترڅنګ د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې اداري قوانینو ښځو ته د حامله ګۍ او زېږون د وخت لپاره ځانګړې څو میاشتینۍ رخصتي منلي ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي