افغانستان ژوند بڼه طبیعت نړۍ

د افغانستان په اړه د چينايانو نظرونه

لیکنه: مدثر دعوت

ليکوال: مدثر دعوت

چينايان د افغانانو په اړه بيلابېل نظرونه لري.

يوه چينايي مېرمن چې د نامه مانا يې په پښتو کې د چين غوټۍ ده د افغانستان سره خورا ډېره مينه لري او هر کله پر خپل شخصي فیسبوک اکاونټ په پښتو ژبه د افغانستان او چين طبیعت،تاریخ او ورځني مالومات بيانوي.

د چين غوټۍ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله ده او پښتو ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره وايي.

دې د چين خلکو ته د افغانستان د ښارونو او کليو انځورونه او منظرې ورښودلي چې خلکو بيلابيلي نظريې ورکړي.

يوې ميرمنې ورته ويلي چې د افغانستان د انځورونو تر کتلو وروسته زه پدې نظر يم چې افغانستان يو خورا ښکلی هيواد دی،لکه د چين شينجيانګ داسي دی،شينجيانګ ته تللې يم د هغه ځای چمنونه او غرونه له افغانستان سره ډېر ورته دي .

يو بل ځوان بيا وايي چې پخوا زما په ذهن کې افغانستان ډېر وروسته پاته انځورېده او داسې فکر مې کاوه چې ددې هيواد ټولې ودانۍ خرابې او ويجاړي سوي دي،خو ستاسو په عکسونو کې مې د افغانستان جګ غرونه، پاکې اوبه او لوی ښارونه وليدل،دا زما د پخواني فکر سره ډېر توپير لري،پخوا مې هيڅ فکر نه کاوه چې افغانستان دې دومره بوخت ښارونه او ښکلې طبيعي منظرې ولري.

يوه مېرمن چې په عمر پخه ده ددې نورو څخه ډېره د افغانستان مينواله او لېواله ده.

دا وايي ،زما په اند افغانستان ډېر په زړه پورې هيواد دی،لېوالتيا لرم چې هلته ولاړه سم ،هيله لرم دې هيواد ته د سفر فرصت پيدا کړم.

يو بل ځوان چې خپله لور يې په غېږ کې نيولې وايي هر هيواد خپله ښکلا لري ، افغانان ممکن ښه ژوند ولري خو موږ په رسنيو کې داسې څه ندي کتلي،موږ خپله توجه د سولې خبرو او ترهګريزو بريدونو ته اړولې چې ټول منفي خبرونه دي،رسنۍ دې د افغانستان په اړه لا مثبت خبرونه جوړ کړي.

د افغانستان انځورونو د يو بل ځوان پاملرنه خورا جلب کړې او وايي اوس پوه سوم چې دا هيواد ډېر ښکلی دی او ښې منظرې لري.

د چين سره سره د نړۍ هر کونج ته یوازې د افغانستان څېره د جګړې په انځورونو کې ښودل سوې،پداسې حال کې چې د افغانستان طبیعت او ښکلا بې مثاله حيرانوونکې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ