په IPL سیالیو کې د چینای لوبډلې او لوبغاړو ریکارډونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د APL په تاریخ کې د ډوني یا چینای سوپرکېنګز لوبډلې د لوبغاړو له خوا ځېنې ریکارډونه جوړ شوي، چې دلته یې درسره شریکووو.
نه یواځې دا چې دې لوبډلې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په پرله پسې ډول د آې پي ایل اتلولۍ ګټلي؛ بلکې سربېره پر دې یې په ۲۰۱۸ کال کې د دریم ځل لپاره اتلولي وګټله.
د چینای سوپرکېنګز لوبډلې درې ځلې اتلولي ګټلې او ریکارډ یې جوړ کړی دی.
په وروستي ځل اتلولۍ کې ځېنې داسې څه وو، چې د چینای لوبډلې مینه والو ته په زړه پورې وو، هغه دا وو چې دې لوبډلې له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا ستر ګام واخېست او هغه د ۲۰۱۸ کال آې پي ایل سیالیو ګټل وو.
دې لوبډلې د آې پي ایل په ۱۱ پړاوونو کې ۹ ځلې تر پایلوبو سفر کړی، چې درې ځل یې پکې نه هېرېدونکې بریاوې خپلې کړي دي، چینای لوبډله یواځې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونوکې پایلوبې ته نه ده رسېدلې.
سورېش رېنا د آې پي ایل په هر پړاو کې تقریبا تر ۴۰۰ منډو رسېدلی، چینای لوبډلې د آې پي ایل په تاریخ کې ځېنې ریکارډونه مات کړي او د ځېنو ریکارډونو د بنسټ ډبرې یې ایښې دي.
د چیناي سوپرکېنګز لوبډلې پنځه ریکارډونه
لومړی ریکارډ؛ د غوره بریاوو سلنه یا فیصدي؛ دا چې چینای لوبډله د آې پي ایل په هر پړاو کې تر نیمه پایلوبو رسېدلې؛ دا د دې لوبډلې ریکارډ دی، چې تر اوسه هیڅ یوه لوبډله د آې پي ایل هر پړاو کې نیمه پایلوبوته نه ده رسېدلې.
دې لوبډلې په هر پړاو کې خامخا ۷ لوبې ګټلي دي.
دوی د آې پي ایل په یو څو پړاوونو کې د نومرو د جدول سر کې ځای نیولی او په ښې سلنې سره یې لوبې پای ته رسولي دي.
نوموړې لوبډلې د ډوني په شتون کې ۱۴۸ لوبې کړي، چې ۹۰ یې پکې ګټلي او ۵۸ یې بایللي دي، په دې ډول دې لوبډلې ۶۱ اعشاریه ۶۶ سلنه لوبې خپلې کړي دي.

مهندرا سینګ ډوني، د لوبډلې کپټان

ممبيي انډیئنز لوبډلې بیا دوهم ځای خپل کړی او (۵۷ اعشاریه صفر یو سلنه) لوبې یې ګټلي دي.
چینای لوبډلې لپاره یو بل خوندور پړاو انتظار کوي او دا پړاو مارچ میاشت کې پېلېږي.
لومړی ریکارډ خو د ډېرو لوبوګټلو او فصدۍ و.
دوهم ریکارډ
مهیندرا سېنګ ډوني په دې لوبډله کې د لوبډلمشرۍ ریکارډ خپل کړی او په لوبډلو کې بیا چینای دا ریکارډ خپل کړی، چې ډوني ۱۴۵ لوبو کې پکې د لوبډلمشرۍ راج چلولی.
ډوني د ځوانو، پخو او با تجربه لوبغاړو په اخېستلو سره لوبډلې ته ډېرې تجربې وربخښلي دي؛ نو د دې لوبډلې د مثبتې پایلې یو اړخ د ډوني تجربه ناکه لوبډلمشري ده.
د ډوني لوبډله که سږ کال آې پي ایل کې لس لوبې وګټي نو د سلو (۱۰۰) لوبو د بریا ریکارډ به هم جوړ کړي.
ډوني په درې لوبو کې لوبډلمشري نه ده کړې او د ده په نشتون کې سورش رېنا لوبډله رهبري کړې ده.
ډوني پسې دوهم روهېټ شرما هغه لوبډلمشر دی، چې د ډوني یو څه سیال بلل کېږي، ده هم په خپله لوبډلمشرۍ کې درې ځلې ممبيي لوبډله اتلولۍ ته رسولې ده، ۲۰۱۳ ، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو کې.
که چیري راروانې سیالۍ ډوني وګټي دا به څلورم ځل اتلولي وي، چې چینای ته به یې ور وبخښي.
دریم ریکارډ
دریم ریکارډ هم د براوو د وېکټو دی، چې چینای لوبډلې ته یې ورډالۍ کړی دی، نوموړي په ۲۰۱۳ م کال کې د دې لوبډلې لپاره ۱۸ لوبو کې ۳۲ وېکټې اخېستې وې، چې تر اوسه هیڅ بالر په یو پړاو کې دومره وېکټې نه دي اخېستي او پرپل کېپ یا الوچه یي خولۍ اخېستې وه.
براوو

د ۲۰۱۷ کال آې پي ایل کې براوو په ۱۷ لوبو کې ۲۶ وېکټې اخېستې وې او د دوهم ځل لپاره یې پرپل کېپ اخېستی و.
تر اوسه پورې براوو په ټولو پړاوونو کې ۹۳ وېکټې اخېستي، چې له بل هر بالر څخه یې زیاتې وېکټې ترلاسه کړي دي.
که چیري ۷ وېکټې نورې واخلي د (۱۰۰) وېکټو ریکارډ به خپل کړي او نورو ته به د بنسټ ډبره شي.
څلورم ریکارډ
په پایلوبوکې د ډېر لوبېدو ریکارډ چینای لوبډلې خپل کړی، ۹ ځلې تر پایلوبو رسېدلې، چې تر اوسه پورې هیڅ یوه لوبډله دومره تر پایلوبو نه ده رسېدلې.
پنځم ریکارډ
په پاور پلی کې د سل منډو جوړول دي، د ډوني لوبډلې چینای سوپرکېنګز د پنجاب خلاف په یوه لوبه کې د توپ وهنې په پاور پلی کې چې ټول ۶ اورونه دي، سل منډې پوره کړي دي او دا لومړی ځل و، چې دا بنسټ چینای لوبډلې کېښود.
دې لوبه کې ستر لاس د سورېش رېنا و، چې په ۲۵ توپونو یې ۸۷ منډې وکړې او د پنجاب لوبډلې ۲۲۶ منډې هدف یې مات کړ.
خو وروسته په ۲۰۱۷ م کال کې کلکتې لوبډلې دا ریکارډ مات کړ، کلکتې لوبډلې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې پر وړاندې په ۶ اورونو کې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۵ منډې کړې وې او د چینای ریکارډ یې ۴ کاله وروسته مات کړ.
تمه ده چې معلومات مو خوښ شوي وي.