ټولنیز ژوند نړۍ

د چین اقتصادي ودې ته خنډ؛ د زړو خلکو کچه یې په لوړیدو ده

لیکنه: بشر درویش
اعلان

وروستۍ شمېرې څرګندوي، چې په چین کې په لومړي ځل تر ۶۰کلونو د لوړ عمر لرونکو خلکو شمېر له ۱۵ کلنو څخه لوړ شوی.
دا وضعیت د چین د مخ په چټکې ودې اقتصاد لپاره یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي.

ولې ننګونه؟
د چین د نفوسو په اړه وړاندویونه دا ده، چې د ۲۰۱۸ تر پایه پورې یو میلیارد او ۴سوه میلیونو تنو ته رسیدلی.
په دوی کې د هغو کسانو شمېر ۲۴۸ میلیونه او ۶ سوه زره تنه دی، چې عمرونه یې تر ۱۵ کلونو یا تر دې هم کم دي.
همدا شان تر ۶۰ او یا تر دې د زیات عمر لرونکو خلکو شمېر ۲۴۹ میلیونه او ۵ سوه زرو تنو ته رسیدلی.
د چین د علومو اکاډمۍ ویلي، چې له ۲۰۱۰ راهیسې د ۶۵ کلنو کسانو شمېر ۸۳ میلیونو نه اوښتی.
دغې څېړنیزې ادارې اندیښنه ښودلې، چې د نفوسو د دغه ډول زیادښت له وجې به د چین اقتصاد ته په دې صدمه ورسیږي، چې د کار ځوانه قوه به کمه شي.

د نړیوال لوړ نفوس لرونکی هېواد
شمېرې څرګندوي، چې چین د نورو خلکو ترڅنګ د لوړ عمره یا زړو خلکو له پلوه هم د نړۍ د لوړ نفوس لرونکی هېواد دی.
د دغه هېواد زاړه خلک د چین د ټول نفوس ۱۵،۵ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې، چې د چین د زړو خلکو شمېر به د روانې پېړۍ تر نېمایي ۵ سوه میلیونو ته ورسیږي.
چین د نړۍ ترټولو لوړ نفوس لري. مخکې دغه هېواد د نفوس د زیادښت له کبله سختو ستونزو کې و.
دغه وضعیت حکومت اړ ویست، چې د یوه اولاد لرلو سیاست وضع او تر دې پر زیات اولاد لرلو بندیز ولګوي.
دغه بندیز په چین کې د اقتصادي او روغتیايي ستونزو کچه کمه کړه، خو د زړو خلکو زیادښت بیرته په یوې بلې ننګونې اوښتی.

پایله به څه وي؟
کارپوهان د زړو خلکو زیادښت چین ته په دې ننګونه ګڼي، چې د بشري او کاري قوې له کمښت سره به یې مخ او د زړو خلکو لګښتونه به ورباندې اضافي پیټی شي.
د چین د علومو اکاډمۍ د نفوسو د برخې کارپوه لی ژنگ خون وایي دغه وضعیت به د چین د اقتصاد ملا ماته کړی شي.
هغه وړاندوینه کوي، چې تر۲۰۲۵ پورې به د چین نفوس تر ۴،۱ میلیارده پورې ثابت پاتې شي، خو بیا به د کمښت پر لور ځي.
شنونکي وایي د بشري قوې له کمښت سره به چین د بهرنیو کارګرانو جذبولو ته اړ شي.
د دوی په وینا د چین اقتصاد به له امریکا سره د اقتصادي جګړې له وجې هم زیانمن او دغه وضعیت به ممکن په ۲۰۱۹ کې د چین اقتصادي ودې له ۶،۳ سلنه کمښت سره مخامخ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي