مارچ 8, 2021

د کرونا وایریس او د افغانستان – چین د سوداګري لپاره لازم تدابیر

Advertisements

لیکونکی : پوهنمل الهام الدین صافی
د یوې برطانوي ويب پاڼې لیکوال Matt Reynolods په چین کې د نړیوال صحي سازمان WHO د راپور په استناد(بنسټ) لیکي چې د ۲۰۱۹ کال دسمبر په ۳۱ نېټه د چین په ختیځ ښار وهان کې چې ۱۱ میلیونه نفوس لري د سینه او بغل څو قضیې (پېښې) رامنځ راته شوې چې له پلټنو وروسته وموندل شوه دا يو وژونکی وايريس دی، چې په لمړي سر کې د کرونا وايريس په نوم ونومول شو چې اوس د نړيوال روغتيايي سازمان لخوا په رسمي ډول د Covid-19 په نوم ياديږي. دغه وايريس د وهان د بحري غذا په مارکيټ کې چېرته چې بېلابيل حيوانات لکه موږګان، سپي، ډول ډول مرغان، سويې، د ماښام خاپيرکي ، ماران او نور ځناور خرڅيږي، موندل شوی دی. څېړنو موندلې ده چې نوموړی وايريس د ځناورو څخه انسانانو ته انتقال موندلی، دليل يې دا دی چې هغه لومړۍ ډله خلک چې دغه وايريس په کې وموندل شو هغه کسانو وو چې د دغه مارکيټ د ځناورو په اخورونو کې يې کار کاوه. دغه وايريس د انسانانو ترمنځ هم يو بل ته انتقاليږي چې لومړۍ بېلګه يې په جرمني کې موندل شوي ده.
په دغه وژونکي وایریس د فبروري مياشتې تر وروستۍ نيمايي پورې نه یواځې په چین کې ۷۰۵۰۰ کسان وهلي وو بلکي د کرونا وایریس ۵۸۳ قضیي په ۲۵ نورو هیوادونو کې هم په رسمي ډول تائید شوي وې. د ډیرو هڅو سره سره چې د کرونا وایریس د چین پوري محدود ساتل کیږي خو بیا هم دغه وایریس نورو هیوادونو لکه امریکا، فرانسې، جرمني، اسټرالیا، جاپان، کاناډا، جنوبي کوریا، متحده عربي اماراتو، برطانیا، فینلیڼد، سريلنکا، هندوستان، نيپال ، کمبوډيا او داسې نورو هيوادونو ته سرایت کړی دی. چې په چین کې یې تر ۱۷ م د فبروري پوری د ۱۳۸۰ په شمېر کسانو او د مارچ تر لومړې نېټې پوري يې د ۲۸۷۰ کسانو ژوند واخيست او په تيرو څلورويشت ساعتونو کې ۵۷۶ نوي پيښې ثبت شوي دي.
که له يوې خوا د دغه افت د مخنيوي لپاره د چېن په داخل واهان (د وايريس د ښکاره کېدو ځای)، شاو خوا ښارونو او هوبايې ولايت کې نيږدې ۵۰ ميليونه وګړي قرنطين شوي دي، له بلې خوا د نړۍ بېلابيلو هيوادنو د چين سره په مختلفو ډولونو خپلې اړيکې ځنډولي دي. د بېلګې په توګه برطانيا خپل مستقيم پروازونه بند کړي او امريکا هغه خارجيان چې چين ته يې په نيږدې وخت کې سفر کړی دی امريکا ته له ننوتلو منع کړي دي. جاپان له هغه وروسته چې د دغه وايريس مثبته پېښه يې په مسافرو کې وليده، د خپلې کروز بېړۍ ۳۷۰۰ کارکوونکي او مسافر د دوه اونيو لپاره قرنطين وساتل چې تر اوسه يې ۴۵۴ کسان تر درملنې لاندې نيولي او نور يې لا تر اوسه په خپلو کيبينونو کې ايسار پاتي دي. د دې هڅو په لړ کې امريکا د خپل Prince Diamond کروز کشتۍ او استراليا خپله عمله (کارکوونکي) د هوا له لارې خپلو هيوادونو ته لېږدولي دي.
نړيوال روغتيايي سازمان د کرونا وايريس (Covid-19) ظهور او انسانانو ترمنځ يو بل ته سرايت يو نړيوال عامه روغتيايي بيړنی حالت بللی او د جدي اقداماتو غوښتنه يې کړي ده، دا هم د يادولو وړ ده چې د ۲۰۰۹ کال راهسې پنځه نړيوال عامه روغتيايي بيړني حالتونه international public health emergency اعلان شوي دي چې لمړی يې ۲۰۰۹ کال کې د سرکوزي انفلونزا، په ۲۰۱۴ کال کې د فلج رامنځ ته کیدو بيړنی حالت، ۲۰۱۴ کال کې دغربې افريقا ايبولا بيړنی حالت، په ۲۰۱۵ کال کې د زیکا وايريس او په ۲۰۱۹ کال د کانګو یوه بله ایبولا.
د نوموړي وايريس د اقتصاد منفي اغيزو له مخې لومړنی هيواد چېن دی چې د نړيوال اقتصادي فوروم د وينا په اساس د ۲۰۲۰ کال په لومړي ربعه کې به يې اقتصادي وده د ۴،۵ سلني په اند ازه کموالی ومومي. د انرژي د نړيوالي ادارې International Energy Agency د وينا په اساس، تيلو (نفتو) ته په لويه اندازه تقاضا کموالی موندلی دی چې په اصل کې نهايې اجناسو ته د تقاضا په مانا کيداې شي.
د نيوز ۱۸ خبري اژانس د راپور په اساس نن (۱، مارچ، ۲۰۲۰) د نړي په ۶۰ (په زياتيدو دي) هيوادونو کې د کرونا وايريس ۸۶۹۹۳ مثبتي قضيې، ۲۹۷۹ د مړينې قضيې ثبت شوي دي او د ډيريدو خبر يې ورکړل شوی دی. له دې ويرې په ځينې هيوادنو کې کوڅې له سياحت کوونکو او د کارګرو له ګڼه ګوڼې څخه خالي شوې دي، چې د اقتصادي اغيزو ښکاره نښې بلل کيږي. د ژوند د لومړنيو اړتياو د پوره کولو په خاطر په ډيره ويره بازار ته د خلکو راتګ صورت نېسې ځکه چې نوې قضيې يې د خبرونو سر ټکي جوړوي او په نړيوال بازار کې يې مرګونې ويره خپره کړې ده، چې په تازه ډول ايران، ايټاليا او جنوبې کوريا ته د کرونا وايريس هم سرايت کړی دی.
د کرونا وايريس خپريدو د مخنيوي لپاره د نړۍ په لر او بر کې د بيړني حالت په توګه ډول ډول اقدامات تر سره شوي دي، د الجزيري تلويزيون د ويب پاڼې د معلوماتو په اساس، د روغتيا نړيوال سازمان هغه هيوادونو ته چې لا له مخه د عامه روغتيا په برخه کې لازم سيستم نه لري د دې وايريس د رسيدو او بيا مخنيوي په برخه کې کړنې ډير د تشويش وړ ګڼلي چې ډير يې غريب او پرمختيايې هيوادونه دي، چې يو مثال يې افغانستان کيدای شي. د دغه افت د سرايت د مخنيوي چې لومړې لار د هغه هيوادونو سره چې د کرونا مثبتې پيښې لري (په ځانګړي ډول چين سره) د خلکو او سوداګريزو مالونو په واريديدو جدې څار دی چې ددې ځاې د بحث وړ موضوع ده.
د نړيوال بانک د چين څانګې د راپور په اساس چين د لوړ منځنې عايد (upper-middle-income) په لرلو سره د نړې دوهم ستر اقتصاد لري، چې ۳۷۳ ميليونه چينايان د لوړ منځني عايد حد څخه لاندې ژوند کوي او د فقر کرښه يې ۵،۵ امريکايي ډالر تعريف شوې ده، چې کلنی ناخالص داخلي محصول (GDP) وده يې ۱۰ سلنه ده، چې اقتصاد يې بيرته دې حالت ته راتګ او پخوانې باور (د کرونا څخه پاک چېن) تر لاسه کول ډير وخت ته اړتيا لري. په مقابل کې د OEC د ۲۰۱۷ کال راپور په اساس، افغانستان د نړي ۱۵۰ ام صادرونکي او ۱۲۲ ام لوی واردونکي هیواد دی، چې ۸۷۸ ميليونو امریکايي ډالرو د صادراتو او ۵،۰۷ بيليون امريکايي ډالرو د وارداتو په اساس د ۴،۱۹ بيليون امريکايې ډالرو منفې سوداګریز بیلانس لري. که څه هم چين د افغانستان په مهمو صادراتي هيوادنو کې نه راځې خو بيا هم افغانستان د چين څخه د کال ۵۳۲ مېليونو ډالرو په ارزښت توکي راواردوي، په دې اساس دواړه هيوادونه سوداګريز ملګري ګڼل کېدای شي، نو لازمه ده چې د نورو هيوادونو په شان افغانستان هم د چين سره لاندې تدابير ونيسې.

  • د هغو وګړو طبي څار چې د نورو هيوادونو څخه افغانستان ته داخليږي.
  • د موقت وخت لپاره د چين څخه د مالونو په واريديدو بنديز او د چين موقت بديل پيدا کول.

  • د هغه سوداګريزو مالونو قرنطين کول چې د کرونا د ظهور پر وخت د چين څخه په لار وو تر څو طبې څېړنې يې تر سره شي.

  • افغانستان او چين تر منځ د وګړو په راتګ تر ټولو جدي څار، لکه څرنګه چې افغانستان د طبي تکنالوژي او خدماتو به برخه کې کمزوری حالت لري په دې لړ کې دې د نړيوال روغتيايي سازمان څخه د مرستې غوښتنه وشي.

له بده مرغه افغان سوداګر د بهرنې هيوادنو څخه د بي کفيته توکو او درملو په واردولو او د هيوادنۍ ګټې په ځاې د شخصي ګټو په تور تورن دي خو دلته د دې افت په مخنيوي کې بايد له جدي پاملرنې څخه کار واخلي، او داسې نه چې د کرونا وايريس د له منځه تلو وروسته د چين په ګودامونو کې زړو مالونو واردولو ته له طبي څيړنو پرته ملا وتړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ