چین: افغان سولې ته مو په سیمه ییزه کچه هڅې پراخې کړي

خبر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ټلیفوني خبرې وکړې.ګ

افغان ملي امنیت شورا په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي یچې دا ناسته پرون ترسره شوې ده.

ښاغلي وانګ یي وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا؛ چین یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حل‌لاره سیاسي جوړجاړی دی.

د ملي امنیت سلاکار او د چین د بهرنیو چارو وزیر تروریزم یو ګډ تهدید وباله چې باید دواړه هېوادونه مبارزه ورسره وکړي.

وانګ یي وړاندیز وکړ چې چین په افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه‌یزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي.

امنیت شورا وايي، ډاکټر محب د سولې په برخه کې د چین له ملاتړه مننه وکړه او و یې ویل چې افغانستان هیله‌من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي.

هغه ویلي، له دې جملې د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه یادولای شو، دغه راز د چین وړتیا ګټوره وبلل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا جګړه پيل شوې چې خلک یې اندیښمن کړي دي. افغان حکومت ویلي چې که طالبان د سولې لار خپله نه کړي، پرضد به یې سخت عملیات وکړي.

 




وروستي مطالب