چین خپلو خلکو ته تر درې بچو زېږولو اجازه ورکړه

 

چین د کلونو کلونو وړاندې د دوه بچیانو درلودو پالیسي لغوه کړه.

د برېټانیا نشریاتي کارپوریشن په حواله، د چین حکومت لس کاله وروسته د دوه ماشومانو پالیسي پای ته ورسوله، او اوس یې جوړو (زوجینو) ته د درې ماشومانو زېږولو اجازه ورکړه.

د چین حکومتي اژانس (زنهوا) د خبر په اساس:

د چین ولسمشر “شي جن پینګ” په مشرۍ د یوې مهمې ناستې وروسته، حکومت په دې پرېکړه کړي، چې د دوه ماشومانو پالیسي پای ته ورسوي او جوړو ته د درې ماشومانو درلودو اجازه ورکړي.

د چین له خوا دا پریکړه په هېواد کې د وروستي سرشمیرنې د پایلو له مخې نیول کېږي، کومې له مخې چې څرګنده شوي، چې د چین د نفوس وده په تیرو کلونو لسو کلونو کې خورا ټیټه وه.

د سرشمیرنې پایلو په تعقیب، د چین حکومت پرېکړه وکړه، چې د هېواد د نفوس کمولو په اړه سمدستي ګامونه واخلي.

د چین د سرشمېرنې پایلې چې د می په پیل کې خپره شوې ، ښیې چې پروسږکال په چین کې ۱۲ملیونه ماشومان زیږیدلي چې د ۲۰۱۶م  څخه دمخه د نفوسو د پام وړ کموالی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کې په چین کې ۱۸ملیونه ماشومان زیږیدلي وو.

د راپورونو له مخې  تېر کال په چین کې د ۱۲ ملیونه ماشومانو زیږون کچه له ۱۹۶۰ راهیسې خورا ټیټه وه.

که څه هم له یادې پرېکړې څخه ځینې خلک خوشاله نه دي او وايي چې موږ د یو یا دوه اولادونو پالنه نشو کولی، نو د درېیو به څنګه وکړو، خو برعکس ګڼو نورو یې هرکلی کړی او خوشاله دي.

د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې، د چین حکومت د یو بچې زیږولو متنازع پالیسي له منځه یوړه او پر ځای یې د دوه بچو زیږولو اجازه ورکړه، چې سږ کال د سرشمېرنې پایلو له مخې یې د دوه بچو پالیسي لغوه او د درې بچو زېږولو اجازه ورکړه.




وروستي مطالب