اپریل 11, 2021

مینه ناک مور او پلار او د اولاد پر روزنه یې اغیز

Advertisements
ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

کله چې د کور تهداب او اساس مینه ناک وي یو بل منځ کې ریښتینولي وي. هغه کورنۍ تل یو ځای او له مینې څخه یوه ډکه وي.
که مور او پلار د خپلو اولادونو سره په مینه خبرې ونه کړي یا هم جدي چلند وکړي نو اولادونه یې سرغړونکي کیږي او هغه درناوى چې د دوی منځ کې وي هغه له منځه ځي.
مینه او محبت د باور اساس جوړوي د مینې په وسیله حتا یو انسان بدلېدلای شي، باور ډېریږي او بد چلند په ښه چلند باندې بدلیږي.
کله چې مور او پلار مینه ناک وي اولادونه یې هم هماغه ډول روزل کیږي او مینه زده کوي، ځکه هر ډول چې مور او پلار وي اولادونه هم هماغسې کیږي.
اولادونه تل خوشحاله کورنۍ او خوشحاله مور او پلار غواړي، نو همدې لپاره باید خپل اولادونو لپاره لا حتا مینه وکړو.
کومه کورنۍ کې چې مینه نه وي ماشومان ناروغه کیږي، روحي ستونزې پیدا کوي او د مینې له نشت سره لوییږي چې راتلونکې کې دا نورې ستونزې هم جوړولی شي.
د کورنۍ اړین اصل مینه او محبت دی دا باید تل په پام کې وساتو.
د مینې په وسیله اړیکې ټینګیږي اتحاد رامنځته کېږي او مینه هېڅکله نه پرېږدي چې یو کس له بل څخه جلا شي همدا مینه ده چې یو کور سمبالوي.
د مور او پلار مینه د اولادونو ترمنځ باور ډېروي، اعتماد په نفس یې زیاتی، ځان ځواکمن فکر کوي، د مور او پلار ارزښت یې هم ډېریږي او ځان ته هم ډېر ارزښت ورکوي او کولای شي د هماغه مینې د اغېزې له کبله دوی تل ښه کارونه ترسره کړي.
مینه کول د کورنۍ ستونزې د حل لامل ګرځي مینه یو داسې لوی ځواک دی چې هر څه او هر څوک بدلولای شي، او د مور او پلار مینه د اولاد لپاره ښه روزل بلل کیږي.
د پلار او مور مینه داسې یو لوی ځواک لري چې بل د هیچا مینه دومره اغېزه نه لري لکه د دوی مینې په شان. په یوې کورنۍ کې تل باید یو ښه مشر اوسو مسوولیت منونکي اوسو، چې زموږ ماشومان د هېڅ شي کمى احساس نه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ