احتیاط کوئ؛ د ماشومانو دا ډول ښکلول دوی ته خطرناک دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: بشیر درویش
ماشومان د مینې وړ دي، هم دوی مینه غواړي او هم تاسې ورته په مینه ورکولو ځان راحت احساسوئ.
د ماشومانو نازول، ورته مینه ورکول او ورسره ځان بوختول تاسې ته هم رواني خوښي او سکون درکوي.
د ماشومانو ښکلول
د ماشومانو ښکلول دوی ته د مینې ورکولو ټولو نه عامه او مهمه بڼه ده.
د ماشومانو هم خوښیږي، چې ښکل کړل شي او په دې ډول پخپل ارزښت او ګرانښت وپوهول شي.
خو ښکلول تر ښکلولو ده، که بې احتیاطي پکې درڅخه وشي، امکان یې شته چې ماشومانو ته خطر وزېږوئ.
د ماشوم د شونډو ښکلول
پخوا د ماشومانو ښکلول تر ډېره داسې و، چې له اننګو به خلکو ښکلول.
خو په وروستیو کې د بهرنیو سریالونو او فلمونو په تاثر ځینې خلک د خپلو ماشومانو شونډې هم ښکلوي.
دا کار دوی له ډېرې مینې کوي، خو برعکس ماشومانو ته په نا شعورې ډول زیات تاوان اړوي.
ولې زیان اړوي؟
ماشومان په عام ډول د میکروبونو پر وړاندې ډېر مقاومت نه لري.
دلیل یې د دوی د وجود کمزوري او د میکروبونو پر وړاندې د مقابلې د ظرفیت ټیټوالی دی.
که تاسې د خپلو ماشومانو شونډې ښکلوئ، باید هېر نه کړئ چې په لوی لاس یو خطرناک کارکوئ.
حتا ځینې میندې خو د خپلې خولې ژاولې د خولې په وسیله خپلو ماشومانو ته په خوله کوي، چې دا هم د دوی د شونډو ښکلولو په شان دوی ته د میکروبونو د انتقال یوه وسیله کیدای شي.
اوښتونکي زیانونه
د ماشومانو د شونډو ښکلول ګڼ زیانونه لري، خو ځینې یې دلته یادوو:
– ستاسې د خولې ناروغۍ او میکروبونه په اسانه دوی ته انتقالیږي.
– که خوله مو عادي میکروب هم ولري، یا که هیڅ نه وي نصوار یا سګریټو به میکروبي کړې وي.
– ستاسې له خولې ور انتقالیدونکی عادي میکروب هم د ماشوم نوي جوړیدونکي غاښونه میکروبي کوي. دا میکروبي کیدل یې د غاښونو اساس خرابوي او د اساس خرابیدل یې په عمري ډول غاښونه زیانمنوي.
– عادي ناروغۍ او میکروبونه خو تر هرڅه زر او اسانه د ماشوم وجود ته لاره پیدا کوي او تاوان ور رسوي.