ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

پر ماشوم د ځیرک مبایل ناوړه اغېز

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

د ماشومانو په اړه د مور و پلار لویه اندېښنه دا ده, کله چې ځیرک مبایلونه ماشوم ته ورکوو ؛ نو ایا د دې توکو یا وسایلو شعاوې به د ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کړي ؟

د سویس څېړنیز ټیم اووه دېرش کسه د همدې مسالې د ثابتولو په پار مطالعه کړل. اووه ویشت کسانو ځیرک مبایل کاراوه , پاتې نورو عادي بټنې والا.

دوی په دغه موده کې د دوی حرکتونه او مغزي غبرګونو مطالعه کړل. دوی وکړی شول یوې اړینې خبرې باندې پوه شي.

په ماغزو کې یوه برخه ده چې د لاسونو, ګوتو, څېرې, غاړې او تنې حرکتونه کنټرولوي . چې دا برخه( سوماتوسېنسوري)  نومېږي. هغه کسان چې لمس کېدونکي ( تچ ) مبایلونه کاروي , د ماغزو دا برخه یې د وخت په تېرېدا سره د همغو ځانګړو برخو په کنټرولولو کې کمزورې کېږي او په یو ډول دغې برخه کې بې نظمۍ پیدا کوي.

خو هغو کسانو چې عادي ( بټنې, توکمې والا) مبایلونه کارول, له دې خطره بچ وو .

هغه خطرونه او ناوړه اغېزونه دا دي:

۱- د سترګو کمزوري :

د اروپایي پوهانو څېړنو په ډاګه کړې چې د ځیرک مبایل او تبلېت کارول د ماشومانو او لویانو  پر سترګو منفي اغېز پرېباسي. د سترګو د لید ځواک یې کمزوری کوي.

۲- عصبي ستونزې:

پر یوه ځای کېناستل او له ماشومانه لوبو لرېوالی, ماشوم ته عصبي ستونزې پیدا کوي.  د ماشومانو د متخصصینو امریکایي انجمن وایي چې له دوو کلونو وړوکی ماشوم باید هېڅ ډول نوري پردو ته ونه ګوري.

۳- د خوب د کیفیت کمېدل:

کله چې په تیاره کې څوک ځیرک مبایل یا تبلېټ ته ګوري, د شنه موج لنډوالی د میلاتونین ترشح کموي او د خوب د نه راتلو لامل کېږي.

د هوستون پوهنتون متخصصین وایي چې په ماشومانو کې د خوب د کیفیت کمېدل تر ستړیا ډېر منفي اغېز لري. نامنظم خوب د خپګان, چاغوالي, د زړه حملې , مغزي سکتې او شکر ناروغۍ پیدا کوي.

۴- ذهني ګډوډۍ:

د روسي څېړونکو په وینا د لنډو پیغامونو لېږل یو ډول ذهني ګډوډۍ او وسوسې پیدا کوي چې په ځوانانو کې معمول شوي دي.

سټرس ( اروایي فشار ) او ذهني اندېښنې هم پیدا کوي.  کېدی شي دا اروایي ناروغي دومره پرمختګ وکړي چې مبایل به ګول وي ؛ خو څښتن به یې فکر کوي چې زنګ دی ورته.

۵- ګوښي کېدل:

هغه وخت چې باید ماشومان له همزولو سره پر لوبو تېر کړي, په خواشینۍ سره چې اوس یې له ځیرک مبایل سره تېروي. همدغه دی چې د ګوښه والي احساس ورکوي او له اړیکو ټینګولو یې مخنیوی کوي.

۶- چاغوالی:

د ماشومانو ځیر کېدل الکترونیکي وسایلو ته, دوامداره ناستی , لږ تحرک , نامنظم خوب او ډوډۍ نه خوړل , په ماشومانو کې د چاغوالي امکان زښته ډېروي. امریکایي څېړونکي وایي چې په امریکا کې زرو ماشومان ویلي چې د تېر وخت په پرتله , له هغه وخته چې ځیرک مبایل او تبلېټ کاروي, ډېر چاغېږي .

۷- مغزي تومور :

انګلیسي څېړونکي باوري دي چې په ځوانۍ او پاخه سن کې د مغزي تومور پیدایښت, همدا د ماشومتوب پر وخت د داسې مبایلونو او توکو د کارونې پایله ده.  ( الکترونیکي وسایل ) .

څومره چې ماشوم الکترونیکي وسایل یا توکي ډېر وکاروي, هومره یې خطر ډېرېږي.

۸- د لاسونو پر ګوتو منفي اغېز:

د ماشومانو د برخې طبي امریکایي اکاډمي خبرداری ورکوي چې د لمسي پاڼو او الکترونیکي توکو کارونه, د ماشوم د لاسونو پر ګوتو ناوړه اغېز کوي. عضلات یې ورځ تر بلې سستېږي او د وخت په تېرېدا سره یې د ګوتو په حرکت کې ځنډ راځي ( ژر کار نه کوي – کمزورې کېږي)  .

۹- د سرطان خطر:

مبایلونه د اړیکې نیولو په پار رادیویي موجونه ( څپې)  کاروي, نو د همدې لپاره یوه اندېښنه دا ده چې پر سرطان د اخته کېدا امکان هم ډېرېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.